راپور: عبدالمنان ارغند په کندهار کي د هیواد په کچه لویه غیږ نیونه تر سره سوه چي د هیواد د مختلفو ولایتونو د غیږ نیوني مینه والو او پهلوانانو پکښي برخه اخیستي وه. له بلي خوا پهلوانان وایي، چي غیږ نیونه عنعنوي بڼه لري او دا لوبه د نفرتونو د له منځه وړلو په موخه تر سره کوي. د کندهار ...
Read More »په هلمند کي ورزشي چاري د مرکزي ادارې د نه پاملرني له امله له فلج کیدو سره مخ سوي دي
راپور: جواد داوري د هلمند ورزشکاران وايي، د تشکیل د نشتوالي له امله مو فعالیتونه له خنډ سره مخ سوي دي. پرهمدي مهال مدني فعالان پر دولت نیوکه کوي چي د ځوانان د روزني دپاره يې امکانات نه دي برابر کړي. د ورزشکارانو د ټولني مشر قدرت الله محمود خیل وايي، د ورزش آمریت امکانات نه لري او هغه ارګانونونه ...
Read More »هند د ۲۰۱۸ کال د ۱۹ کلنو کرکټ جام اتلولي خپله کړل
د ای سي سي له خوا د ۱۹ کلنو نړيوال جام سيالیو پايلوبه کي د هند لوبډلي استراليا ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۱۸ کال د اتلولۍ جام يې خپل کړ. د لوبې پچه استراليا وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. د استراليا ټول لوبغاړي په ۴۷ اوورونو کي د ۲۱۶ منډو په جوړولو ...
Read More »۲۰۱۸ IPL کرکټ سيالۍ : راشد خان د تېر کال په پرتله ګران رانيول سو
افغان کرکټ لوبغاړی راشد خان د هند IPL سياليو لپاره په ۹۰۰ لکه هندۍ کالداري رانيول سو ، نن د ۲۰۱۸ IPL سياليو لپاره د لوبغاړو رانيولو د مراسمو لومړۍ ورځ وه چي د نورو لوبغاړو تر څنګ افغان لوبغاړی راشد خان يو ځل بيا سنرايزر حيدراباد لوبډلي په ۹۰۰ هندۍ کالداري رانيوی ، راشد خان تير کال هم د ...
Read More »په کندهار کي د درو ولایتونو تر منځ سیالۍ د کندهار کرکیټ اکاډمي لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې
دغه شل اوریزي لوبي د هلمند د النور کلب د غزني خپلواک کلب او د کندهار کرکټ اکاډمۍ کلب تر منځ په کندهار کرکټ لوبغالي کي ترسره سوې. د غزني خپلواک او د کندهار اکاډمۍ کلب ددغو سیالیو پایلوبي ته لار موندلي وه’ چي تیره ورځ دغه دوې پیاوړي لوبډلي یو د بل په وړاندي د لوبي ډګر ته ووتي. ...
Read More »افغان ۱۹ کلنو د کرکیټ لوبډلي د نیوزیلاینډ ۱۹ کلنو ته د ۲۰۲ منډو په توپیر ماته ورکړل
د ۱۹ کلنو ځوانانو په نړیوال جام کښي نن افغان ۱۹ کلنو په کواټرپاینل کي نیوزیلانډ ته په ۲۰۲ منډو ستره ماته ورکړه. افغانستان په دې ماتي سره د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام نیمه پایلوبي ته لار پیداکړه. افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او نیوزیلانډ ته یې په پوره ۵۰ اورونو کښي د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره د ...
Read More »په کندهار کي د ژمنیو رخصتیو په مناسبت د ښوونځیو تر منځ د فوټسال لوبي پيل سوې
د پوهني ریاست له یادو سیالیو څخه هدف زده کوونکي ورزش ته هڅول او له رخصتیو څخه سالمه ګټه اخیستل یادوي. د مسٔوولینو په وینا دوی د زده کړي تر څنګ د بدني روزني او د صحت لپاره کار کوي. بلخوا بیا زده کوونکي د ورزش له مسٔوولینو غواړي چي دا ډول سیالۍ د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره وخت ...
Read More »په کندهار کي د فوټبال د لوبو د تنظیم او په لاره اچولو په برخو کی روزنیز پروګرام پای ته ورسېدی
د کندهار د فوټبال فدارسیون مسٔولین وايي، چي دغه روزنیز پروګرام د ۲ تنو مرکزي روزونکو لخوا مخ ته وړل کیدی، چي پرون پیره ورځ پاي ته ورسیدی. د دغه روزنیزي دوري مرکزي کمیشنران علي کاظمي او حلیم اقا شېرزاد وايي، چي په دغه روزنیز پروګرام کي د جنوبي حوزې څخه شاواخوا ۳۰ د ډي لیسنس درلودونکو روزونکو ګډون کړی ...
Read More »د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د بدني ښکلا سيالۍ ترسره سوې
په دغو سياليو کي د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالیو څخه ۸۰ تنو د بدني ښکلا لوبغاړو له ۴۰ کلبونو څخه ګډون کړي وو. د کندهار ورزشي امر مقتدا اغا وایي، دغه سيالۍ د کندهار د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې رياست سره په ګډه مخته وړل کیږي او هدف هم ورڅخه د نشه يې توکو پر ...
Read More »تر پاکستان وروسته افغانستان په کرکټ کي سري لنکا ته هم ماته ورکړه
د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنوڅخه د کم عمر لوبډلي په نړۍ وال جام سيالیوکي سري لنګا ته ماته ورکړه لومړی افغانستان بېټنګ وکړ او په ۵۰ اورونوکي يې سيالی لوبډلي ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۵ منډي هدف ورکړ ، چي ابراهيم ځدران ۸۶ ، درويش رسولي ۶۳ او اکرام علي خيل ۵۵ منډي ترسره کړې وروسته سري ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون