د ای سي سي له خوا د ۱۹ کلنو نړيوال جام سيالیو پايلوبه کي د هند لوبډلي استراليا ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۱۸ کال د اتلولۍ جام يې خپل کړ.
د لوبې پچه استراليا وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د استراليا ټول لوبغاړي په ۴۷ اوورونو کي د ۲۱۶ منډو په جوړولو سره وسوځیدل او هند ته يې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.
د هند لوبډلي وکولای سوای ټاکلی هدف په ۳۸ اوورونو کي يوزاي د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ.
د استراليا لپاره جانتن مېرلو په ۱۰۲ توپونو ۷۶ منډې جوړي کړي، پر ده سربېره پرام اوپال په ۵۸ توپونو ۳۴ او جک اېډورډ په ۲۹ توپونو ۲۸ منډې وکړي.
د هند انکول رای، کلمېشن نګارکوټي، شېوا سېنګ او ېشان پورل دوې دوې وېکټې واخيستي.
دا څلورم ځل دی چې هند د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوالې اتلولۍ ګټي.
دیادوني وړ ده چي افغانستان په د یاد جام څلورم مقام خپل کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون