افغان کرکټ لوبغاړی راشد خان د هند IPL سياليو لپاره په ۹۰۰ لکه هندۍ کالداري رانيول سو ، نن د ۲۰۱۸ IPL سياليو لپاره د لوبغاړو رانيولو د مراسمو لومړۍ ورځ وه چي د نورو لوبغاړو تر څنګ افغان لوبغاړی راشد خان يو ځل بيا سنرايزر حيدراباد لوبډلي په ۹۰۰ هندۍ کالداري رانيوی ، راشد خان تير کال هم د همدې لوبډلي لخوا په ۴۰۰ لکه هندۍ کالداري رانيول سوی وو ،چي دخپلي لوبډلي لپاره خورا ښه لوبېدلی وو
د IPL لوبو ته ۹نور افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړلندي کيږي چي پکښي محمد نبي عيسی خيل ، شهزاد محمدي ، مجيب ځدران ، نجيب الله ځدران ، شاپور ځدران ، ګلبدين نايب ، دولت ځدران ، ظاهرخان پکتين او شراف الدين اشرف شامل دي
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون