د سولي شورا وايي، مرکزي حکومت د سولي په برخه کي پاته راغلی

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د سولي عالی شورا وايي، که  مرکزي اداره پوره واک ورکړي په زرګونو کسان به د سولي خبرو ته حاضر کړي.

د مسٔوولینو په خبره له تیرو شپږو میاشتو راهیسي په کندهار کي یو کس د سولي له پروسې سره یو ځای سوي.

له تیرو شپاړسو کلونو راهیسي د سولي اړوند د دولت له پوره هڅو سره سره بیا هم یو شمیر کسان پدي اند دي چي مرکزي اداره د سولي د خبرو لپاره صادقانه عمل نه ترسره کوي.

د کندهار دسولي عالی شوار مسٔوولین وايي، مرکزي اداره دي د ولایتونو شوراګانو ته د سولي دخبرو پوره واک ورکړي تر څو د سولي خبري نتیجه ورکړي.

په کندهار کي دسولي دعالي شورا ریس شیرمحمد حقیار وايي، د مرکزي ادارې لخوا پوره واک ندی ورکول سوی، تر څو دوی په زیات شمېر هغه کسان د سولي خبرو ته حاضر کړي چي د سولي لیوالتیا لري.

دی وايي، په زرګونو داسي کسان سته چي دسولي خبرو ته لیواله دي خو په خبره يې دوی چاته ضمانت نسي ورکولای چي د سولي له خبرو ورسته به يې ژوند په امن کوي وي.

پر همدې مهال د سولي شورا یو شمیر غړي هم پدي نظر دي چي تش په نامه خبري هیڅ نتیجه نه ورکوي او مرکزي اداره باید د سولي په برخه کي صادقانه عمل وکړي.

دوی وايي، ډیری کسان د ویري له امله د وسلوالو په لیکو کي پاته دي او له دي امله د سولي له پروسې سره نه یو ځای کیږي چي له خبرو وروسته ځان په امن کي نه ویني.

دوی پدې برخه کي د امنیتي ارګانونو همکاري اړینه بولي او زیاتوي چي مرکزي دولت دي دسولي کارکوونکو ته خاص امتیازات په نظر کی ونیسي.

سولې ته د رسیدو لپاره افغانستان څو ځله له پاکستان، چین او امریکا سره څلور اړخیزي ناستي ترسره کړي، چي د کارپوهانو په باور پایلي یې نه درلودي.

سیاسي شنونکي دغه راز ناستو ته د بي پرې او ناپېیلو خلکو پر راټولولو ټینګار کوي او وایي، چي د سولې عالی شورا په هیواد کي د ثبات رامنځته کولو لپاره اړیني هڅي نه دي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...