دغه شل اوریزي لوبي د هلمند د النور کلب د غزني خپلواک کلب او د کندهار کرکټ اکاډمۍ کلب تر منځ په کندهار کرکټ لوبغالي کي ترسره سوې.
د غزني خپلواک او د کندهار اکاډمۍ کلب ددغو سیالیو پایلوبي ته لار موندلي وه’ چي تیره ورځ دغه دوې پیاوړي لوبډلي یو د بل په وړاندي د لوبي ډګر ته ووتي.
د لوبي پچه د غزني خپلواک لوبډلي وګټل او لومړی یې د توپ وهني پریکړه وکړه.
دوی په پوره شلو اورونو کي د کندهار اکاډمۍ کلب ته د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.
چي یاد هدف د کندهار کرکټ اکاډمۍ کلب د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره د شلم اور په وروستي توپ ترلاسه او ددغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د پایلوبي غوره لوبغاړی د کندهار کرکټ اکاډمۍ کلب څخه نجیب الله ونومول سو چي په پایلوبه کښي یې د خپلي لوبډلي په ګټه ښې منډي جوړي کړي وې.
د یادو سیالیو غوره لوبغاړی بیا د غزني د خپلواک کلب وسیم ونومول سو، چي د ښو منډو جوړولو تر څنګ یې ښکلي توپ اچونه هم ترسره کړي وه.
د بست زون امر ښاغلی مسعود رحمانی وایي، ددغو سیالیو څخه یي موخه په سیمه کي د کرکټ پرمختګ دی.
نوموړی وایي، دغه لړۍ ته به ادامه ورکوي او په نژدې راتلونکي کي به هم د ولایتونو تر منځ دغه ډول سیالۍ په لاره اچوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون