راپور: نثار احمد څپاند
د زابل والي خیال محمد حُسیني د اوسنیو ستونزو یوازنی لامل بې علمي وبلل او پر تعلیم يې ټینګار وکړي.
نوموړی وايي، په تعلیمي برخه کي باید پراختیا راسي او ژمنه يې وکړه چي دې برخي ته به لمړیتوب ورکوي.
د زابل د ولایتي شورا ریس حاجی عطاجان حقبیان هم له دغه انستیتوت څخه د فارغ سوو کسانو پر فراغت خوښي وښوده خو زیاته یې کړه چې لا اوس هم د تعلیم او تربیې په برخه کې زیات کار ته اړتیا سته.
نوموړي فارغ سوی کسان وهڅول چي د زابل په بېلابیلو ولسوالیو کي په دولتي ادارو کي دندي واخلي او هلته د خلکو خدمت وکړي.
فارغه سوو کسانو له دولت څخه د کار پیدا کولو غوښتنه وکړل او زیاته يې کړل چي په دولتي برخه کي د کارکولو وړتیا لري.
په وروستیو کي په دغه ولایت کي د نیمه لوړو زده کړو ترڅنګ د لوړو زده کړو یوه پوهنځۍ هم فعاله سوي چي ددي ولایت لسګونه ځوانان
پکښي زده کړي کوي.
چارواکي وايي، غواړي ښونیز او تعلیمي بهیر ګړندی او ځوانانو ته د زده کړي زمینه برابره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون