راپور: محمد شریف شریفي
په ګردېز کي راټولې سوې میرمني وايي، په سختو شرایطو کي يې لوړي زده کړي کړي خو ولایتي ادارې ورته له تیرو څوکلونو راهیسې د ګوتو په شمار لوستي میرمني هم په دندو نه دي ګمارلي.
دوی میرمنو ته د کار په برخه کي د پکتیا دولتي ادارې په بي کفایتي تورنوي.
د پکتیا د ښځو چارو رياست بیا د تر یوه بریده دا ستونزه مني، چي لوستو انجونو ته تر ډیره پوري د کار زمینه نه ده برابره سوې خو وايي، کوم چا ورته مراجعه هم نه ده کړې، چي دوی ورسره مرسته وکړي.
پکتیا هغه ولایت چي د انجونو زده کړه پکښي پخوا یو ډول پېغور بلل کیدی خو اوس پکښي په زیات شمیر انجوني ښوونځیو ته ځي او په لوست بوختي دي.
د ځوانانو د پارلمان غړې نرګس حیا په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه اړینه بولي او زیاتوي چي دوی ته په ځانګړي سوو بستنو نارينه کار کوي.
پکتيا کي د ښځو شبکي مشره زرغونه همت وايي، د تېر په پرتله اوس د ښځينوو وړتياوي لوړي سوې خو بيا هم په لوړو بستونو کي يوازي د ښځو چارو رياست دی، چي ښځينه یې مشري کوي.
د ښځو چارو ریٔسه نسرین اوریاخېل هم مني، چي تر ډیره بریده په پکتیا کي لوستو انجونو ته په دولتي او غیر دولتي ادارو کي د کار زمینه نه ده برابره سوې.
اوریاخېل زیاتوي هغه لوستي انجوني، چي غواړي په دولتي ادارو کي کار وکړي ریاست ته دي مراجع وکړي تر څو يې له حقوقو دفاع وکړي.
یوازي دا نه چي میرمنې د دندي په اخیستو کي له ډول ډول ستونزو سره مخ دي بلکي ګڼ شمېر ځوانان هم سته ، چي د ځان لپاره په دولتي او غیر دولتي ادارو کي د کار کولو لپاره په میاشو میاشتو ستونزي ګالي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون