په کابل کي د ورزشي خبريالانو د سازمان له لوري د ورزشي خبريالانو ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ په هدف، د کرکټ سيالۍ ترسره کيږي.
د دې سازمان د اجرائيه کمېټې غړي سميع الله کاموال وايي، چي د دغو سياليو لومړي پړاو د مرکزي زون او ختيځ زون د ورزشي خبريالانو ترمنځ ترسره کيږي. د ښاغلي کاموال په خبره، د ورزشي خبريالانو ترمنځ ترسره کيدونکي سريز د دريو ۲۰ اوريزو لوبو ده او د افغانستان کرکټ بورډ هم د دغو سياليو په تنظيم کي له دوي سره همکاري کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون