د ۱۹ کلونو د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کي افغانستان پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه

لومړی بیټنګ پاکستان وکړ چي په اته څلوېښتم اوور کي یې ټول لوبغاړي د یوسل او اته اتیا منډو په جوړېدو وسوځېدل.

د افغانستان له لوري عظمت الله او قیس احمد د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بیټسمینانوکي دروېش رسولي ۷۶ منډي جوړي کړې او تر اخره ونه سوځېدۍ.

افغانستان به په خپل ګروپ کي د سي شنبي په ورځ دوهمه لوبه له سریلانکا سره وکړي چي سریلانکا هم پیاوړی ټیم دی او د افغان لوبغاړو د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له ایرلنډ سره د جمعې په ورځ ده.

د افغانستان له ګروپ څخه به تر نیمه پایلوبي مخکي پړاو ته دوي لوبډلي ووځي او یوه به اوټ سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...