راپورونه

په کندهار ښار کي د درو ډوله پاکستانیو شیدو د ټولولو کمپاین پیل سو

راپور: سید حمید هاشمي د کرني ریاست مسٔولین وايي، په دي کمپاین کي به په ښار کي د ټولو دوکانونو او شرکتونو څخه هغه پاکستانۍ شیدي راټولي کړي، چي بې کیفیته دي. د عامي روغتیا مسٔولین وايي، د میلک پیلک، ایوري ډې او سویا په نومونو پاکستانۍ شیدي د صحت لپاره خطرناکه دي او خلک باید ورڅخه استفاده ونه کړي. ...

Read More »

((د صنعتي پارک لپاره د برېښنا او نورو اسانتیاوو برابرولو په برخه کي یو شمیر لوړ پوړي کسان ستونزي جوړ وي))

راپور: محمد یار مجروح صنعت کاران وايي، څو ځله د برېښنا د رغولو وعدې ورکړل سوي خو تر اوسه يې عملي ګام ندی پورته سوی، دوی همدا راز زیاتوي چي د کندهار له لاري پاکستان ته په زیاته اندازه زاړه مواد قاچاقیږي چي د پلاستیکو توکو د لوړي بیي سبب سوی دی. د کندهار صنعتي پارک چي په سلګونو فابریکي ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا د یوناما له دفتر څخه وغوښتل چي په دغه ولایت کي په سیمه ایزه کچه د سولي په پروسه کي همکاري وکړي

راپور: سید حمید هاشمي د دوی په خبره د طالبانو یو شمېر مهم قومندانان د کندهار اوسیدونکي دي او له دغه ځایه باید سولي خبري پیل سي. بلخوا په جنوب کي د یوناما مسٔولین وايي، دوی د سولي د پروسې ملاتړ ملاتړ کوي او له حکومت سره پدي برخه کي همکاريو ته ژمن دي. د کندهار ولايتي شورا په دغه ...

Read More »

د کندهار څخه په لسګونو د زړه په ناروغۍ اخته کوچنیان بهرنیو هیوادونو ته د درملني لپاره لېږل دي

راپور: محمد یار مجروح سره میاشت چي په روغتیايي او د طبیعي پېښو سره مخامخ کیدونکو کسانو سره د مرستي په برخه کي کار کوی وايي، چي تیر کال يې په کندهار کي له شاوخوا ۷۰۰ کسانو سره مرستي کړي او شاوخوا ۹۰ کوچنیان چي د زړه په ناروغیو اخته وه بهرنیو هیوادونو ته د درملني لپاره لیږلي دي. بلخوا ...

Read More »

په کندهار کي داستناف محکمې د عدالت څخه د ملاتړ ملي غونډه ترسره کړه

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي له ډيري مودي راهیسي نه یوازي عام کسان پدي شکایت دي چي په محاکمو کي له دوی سره عدالت نه کیږي بلکي د قانوني کړني په مقابل کي ورڅخه په زیاته اندازه پيسي غوښتل کیږي. د استناف محکمې مسٔوولینو په یاده غونډه کي پر دي ټنګار وکړ چي د کندهار په محکمه کي ...

Read More »

په ننګرهار کي عرب قوم د دولت څخه ددوی ځوانانو ته د پاملرني غوښتنه کوي

راپور: میلاد حمیدي په ننګرهار کي د عربو قوم له حکومت غواړي چې د دوي ځوانانو نو ته خپله پاملرنه زیاته کړي، د عربو قومونه په یاد ولایت کې د یوغونډي پر مهال د ختیځ په کچه یو مشر وټاکی چي د یاد قوم د منسجم کیدو او د نورو قومونو سره په همغږۍ د هغه کسانو مخه ونیسي چي ...

Read More »

په کندهار ولایت کي د هیواد په کچه د غېږ نیوني لوبي تر سره سولې

راپور: عبدالمنان ارغند په کندهار کي د هیواد په کچه لویه غیږ نیونه تر سره سوه چي د هیواد د مختلفو ولایتونو د غیږ نیوني مینه والو او پهلوانانو پکښي برخه اخیستي وه. له بلي خوا پهلوانان وایي، چي غیږ نیونه عنعنوي بڼه لري او دا لوبه د نفرتونو د له منځه وړلو په موخه تر سره کوي. د کندهار ...

Read More »

په هلمند کي ورزشي چاري د مرکزي ادارې د نه پاملرني له امله له فلج کیدو سره مخ سوي دي

راپور: جواد داوري د هلمند ورزشکاران وايي، د تشکیل د نشتوالي له امله مو فعالیتونه له خنډ سره مخ سوي دي. پرهمدي مهال مدني فعالان پر دولت نیوکه کوي چي د ځوانان د روزني دپاره يې امکانات نه دي برابر کړي. د ورزشکارانو د ټولني مشر قدرت الله محمود خیل وايي، د ورزش آمریت امکانات نه لري او هغه ارګانونونه ...

Read More »

د کندهار پولیسو یو کوچنی د تښتوونکو له منګولو خلاص کړ او خپلي کورنۍ ته یې وسپاری

راپور: جاوید احمد سمسو د کندهار پولیسو هغه کوچنی پنځه کلن هلک د تښتوونکو له منګولو خلاص کړی چي دوې ورځي وړاندي د تښتوونکو له خوا تښتول سوی وو. د کندهار د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي محمد عسکر وايي، چي د دغه کوچني پلار پر وخت پولیسو ته خبر ورکړی وو ځکه ...

Read More »

په کندهار کي د درملو او خوراکي موادو د تشخیص لابراتوار لس سلنه چاري ترسره سویدي

راپور: سید حمید هاشمي ددغه لابراتوار په جوړیدو سره به په دغه ولایت کي د بي کیفیته درملو او خوراکي موادو مخنیوی وسي. دغه راز په کندهار کي د جنوبي حوزې په سطحه د درملو د تولید د لويي فابریکي چاري هم پیل سوي چي په مرسته به يې دغه ولایت د داخلي درملو له تولید څخه برخمن سي. د ...

Read More »