راپور: جواد داوري د هلمند روغتیایي کارکوونکي وايي، د وسله والو طالبانو او سیمه ایزو مشرانو په همکارۍ د هلمند په ټولو ولسوالیو کې د پولیو ویروس پر ضد کمپاین پلی کوي چي د شاوخوا پنځه زره کارکوونکو په واسطه به اتم نیم لکه هغه ماشومان چي عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي واکسین کړي. په هلمند ولايت کي ...
Read More »د کندهار ښار په دریو ناحیو کي د ولسي تړون پرمختیايي پروګرام پیل سو
راپور: سید حمید هاشمي کندهار ښاروال وايي، ددغه پرګرام له لاري تول ۳۴ میلوینه ډالر د خلکو په خوښه پر اساسي پروژو مصرفیږي. د کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د ښار په شپږمه اتمه او دولسمه ناحیه کي د ولسي تړون په نوم لوی پروګرام پیل کړ. کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل وايي، چي د ولسي تړون پروګرام به د ښار ...
Read More »په کندهار کي د پولیو واکسین کمپاین پيل سو
راپور: محمد یار مجروح د روغتیا مسٔوولین وايي، په کندهار کي ۱۳ زره ماشومان لا هم د پولیو له واکسین څخه بې برخي پاته دي. کندهار، هغه ولایت چي د نړې د پولیو د زیاتو پيښو مرکز بلل کیږي، په دغه ولایت کي د پوره هڅو سره سره بیا هم په روان کمپياین کي به ۱۳ زره کوچنیان له واکسین ...
Read More »د کندهار ولایتي شورا د ډیورنډ فرضي کرښي ها خوا د پښتنو د ورستيو لاریونونو څخه ملاتړ اعلان کړ
ولایتي شورا وايي، دغه کار يې د پښتنو د ملي یووالي په هدف کړی دی. کندهار ولایتي شورا همدا راز د هیواد په بیلابیلو سیمو کي د ځوانانو د پرلت ناستو ملاتړ هم وکړ او زیاته يې کړه چي دا ډول ناستي کولای سي په هیواد کي سوله راولي. د کندهار ولایتي شورا د ډیورنډ فرضي کرښي ها خوا د ...
Read More »د پښتونخوا مرکز پېښور کي د پښتون ژغورني غورځنګ ناسته ترسره سوه
په دغه غونډه کي پر پېښور، قبایلي سیمو او د پښتونخوا پر نورو ولسوالیو سربېره له بلوچستان او ډیرو نورو سیمو څخه پښتنو پکښي ګډون کړی و. د پښتنون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، چي د پښتنو د حق غوښتني لپاره یې پاڅون کړی او نور نه سي کولای چي د پښتنو سره پر ظلمونو دي چوپ پاته سي. ...
Read More »تیره ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کي هم د هلمند د سولي په ملاتړ خېمه ودرول سوه
د خېمي ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل چي په هیواد کي دې د بهرنیو لاس وهنو مخه ونیسي او د سولي بهیر دي لا چټک کړي. د میوند ولسوالۍ څخه مخکي تیره ورځ په کندهار ښار کي هم د هلمند په ملاتړ د پرلت خیمه درول سوې وه. د کندهار ځوانانو د هلمند په لښکرګاه ښار کي د هغې خيمې ...
Read More »د کندهار په یوه ولسوالۍ کي هم ښځینه ډاکټره نسته
راپور: سید حمید هاشمي د عامي روغتیا چارواکي وايي، په ولسوالیو کي د ناامنۍ له امله ځيني فعاله مرکزونه تړل سوي او خلک د روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ دي. په کندهار کي اوس ټول ۱۶۳ روغتیايي مرکزونه فعاله دي چي د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي. په کندهار کي تیره ورځ یک شنبه (روغتیا د ټولو لپاره، هرچاته ...
Read More »د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چي د وچکالۍ له امله د ستونزو سره مخ دي
راپور: غلان فاروق رسولي افغانستان چي یو کرهنیز هیواد دی ډیری اوسیدونکي یې په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي. خو سږکال د وچکالۍ له امله کروندګر او کوچیان هم دستونزو سره مخ دي. د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسیدونکي چي شاوخوا ۹۰ سلنه یې په کرهنه او مالدارۍ بوخت دي وایي، د وچ کالۍ له امله یې ډیری مالونه ...
Read More »په هلمند کي د سولي غوښتني ولسي حرکت په لښکرګاه ښار کي سولیز لاریون وکړ
راپور: جواد داوري په دې لاریون کي پر موټرونو د سولي غوښتني شعارونه لګول سوي له ښاریانو او خلکو د سولي په رامنځته کیدو کي د همکارۍ غوښتنه کیدل. ددې حرکت غړي وايي، د هلمند څخه علاوه په نورو ولایتونو کې يې په پراخه کچه ملاتړ سوی دی، اوس پر وسله والو طالبانو فشارونو ډیر سوي دي خو تردې مهاله ...
Read More »د کندهار برېښنا ریاست په تېر لمریز کال کي ۴۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي
د کندهار د برېښنا ریاست مسٔولین وايي، په دغه ولایت کي د برېښنا پر اوږدمهاله او لنډ مهاله پروژو کار روان دی چي په بشپړولو سره به یې د کندهار برېښنا زیاته سي. د برېښنا رئيس امان الله فاروقي په یوه خبري کنفرانس کي وویل، له غزني څخه د وارداتي برېښنا پر پروژه کار روان دی چي په شاوخوا یوه ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون