راپورونه

د زابل اوسیدونکو د سولي پروسې ملاتړ وکړ

راپور: نثار احمد څپاند دزابل وکیلان او قومي مشران تیره ورځ دیوې پراخي غونډي پرمهال دسولي دپروسې دملاتړ ترڅنګ هیله وښوده چي په هیواد کي دجکړې ښکیلي غاړي باید سوله وکړي. دوی همدا ډول ددې ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چي دراتلونکي پارلماني ټاکنو دګډون لپاره تذکرې واخلي او نوم لیکنه وکړي. دغه غونډه چي په ولسي جرګه دزابل دخلکو ...

Read More »

په کندهار کي د افغان ګډو ځواکونو له لوري پسرلني عملیات پیل سوي دي

مسٔولین وایي، چي نه یوازي په سیمو کي تصفیوې عملیات کوي بلکي د ګډو ځواکونو امنیتي پوستې یي هم ځای پر ځای کړي دي. سره له دې چي د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د افغان ګډو ځواکونو له لوري پسرلني عملیات پیل سوي دي ور سره سم د کندهار په مختلفو ولسوالیو کي هم د تیرو ۲۲ ورځو را ...

Read More »

د هرات اوسیدونکي وايي، چي په دې ولایت د کتاب لوستلو فرهنګ کم سوی

راپور: غلام فاروق رسولي ځوانان او محصلین بیا و کتابتونونو ته خپل د نه مراجعې لامل د نویو او ضروري کتابونو نه شتون یاد وي. هرات هغه ښار چي شاوخوا یونیم ملیون نفوس پکښي مېشت دی یوازي یو عامه کتابتون لري چي د څو محدودو کتاب لوستونکو لپاره یې په آرامه فضا کي د مطالعې زمینه برابره کړې ده. خو ...

Read More »

د روغتیا مسؤلین وايي، د نیمه زده کړو موسیسو د صحت په برخه کي زیاته همکاري کړې ده

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د روغتیا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کي نیمه زده کړو ته د ځوانانو د لیوالتیا له کبله په روغتیايي برخه کي د پرسونل د کمښت ستونزه تر ډېره حل سوې ده. په کندهار کي دا مهال شاوخوا اووه د لوړو او نیمه لوړو زده کړو خصوصي موسیسې فعالیت کوي چي زرګونه کسان ...

Read More »

د هلمند د ملي امنیت پخوانی ریٔس د کندهار د ملي امنیت د نوي ریٔس په توګه ټاکل سوی

راپور: سید حمید هاشمي تر ده مخکي جنرال قدر محمد قدر له تیرو ۳ کالو راهیسي د کندهار د ملي امنیت د ریٔس په توګه دنده لرل. د کندهار د ملي امنیت پخوانی ریٔس وايي، په کندهار کې يې بریالی ماموریت تر سره کړی. د کندهار د ملي امنیت د مخکني ریٔس قدر محمد قدر دنده پای ته ورسیدل او ...

Read More »

د سولي غوښتني ولسي حرکت د هلمند تر ګرشک ولسوالۍ پوري

  تردي وړاندي د هلمند په ناوې ولسوالۍ کي هم ورته خېمه درول سوې وه. د هلمند څخه علاوه په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کي د سولي غوښتني ولسي خېمي درول سوي دي. د افغانستان حکومت ددې حرکت د غړو د غوښتنو ملاتړ کړی دی خو تراوسه وسله والو طالبانو د سولي په تړاو څه نه دي ویلي. د نن څخه ...

Read More »

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: د بشري حقونو وضیعت د انديښنې وړ دی

راپور: محمد یار مجروح د یاد کمیسیون مسٔوولین وايي، د ملکي خلګو خوندیتوب تر ګواښ لاندي دی او تیر کال په کندهار او زابل ولایتونو کي سلګونه ملکي کسان وژل سوي دي. دوی زیاتوي، د جنګ ښکلي غاړي خصوصآ افغان ځواکونه دي د ملکي کسانو مرګ ژوبلي ته پام وکړي. په افغانستان کي رواني جګړې د خلګو پر جسمي او ...

Read More »

روزګانۍ میرمنو هم د پرلت خیمې په درولو سره د جګړې پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

راپور: اجمل وصال په روزګان کي د سولي غوښتلو په موخه ددغه ولایت لسګونو میرمنو هم د پرلت خیمه ودرول او پرښکیلو خواو یې ږغ وکړ، چي نور له جګړې لاس واخلي. یادي میرمني ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي تر هغه وروسته د پرلت خیمه دروي، چي د هیواد په یوشمیر نورو ولایتونو کي هم میرمنو د سولي د ...

Read More »

د کندهار د جمهوريت چوک څخه تر هوايي ډګر پوري ۴۵ زره نیالګي ايښودل کيږي

کندهار والي تېره ورځ جمهوریت چوک ته ورغلی وو او هلته یې د نیالګیو ایښودلو لړۍ پیل کړه. کندهار ښاروال بیا وویل، چي د دغه جادې په اوږدو کي به د نیالګیو په ايښودلو سره ساحه سرسبزه سي او د میله والو لپاره به یوه تفریحي جاده وي. کندهار والي زلمی ويسا د کندهار ښاروال انجينر روښان ولسمل، ولايتي شورا ...

Read More »

د کندهار ابتدایه محکمې د مخدره موادو د قاچاق په جرم یو کس په لس کاله بند محکوم کړ

راپور: سید حمید هاشمي دغه محکې دوه تنه نورو ته هم د مخدره موادو خرڅلاو او وسلو د انتقال په جرم سزا واورول. دمحکمې د پریکړي پر اساس یاد کسان کولای سي چي په استیناف محکمه کي د خپلو حقونو څخه دفاع وکړي. د کندهار ابتدایه محکمې تیره ورځ په خپله علنۍ غونډه کي دريو تنو ته د بند سزا ...

Read More »