د هرات – خواف ریل پټلۍ چۍ د یوشمیر اقتصادي شنونکو په اند د منځنۍ اسیا او اروپا سره د افغانستان د نښلولو تر ټولو ښه لار بلل کیږي، کار یې په ایران هیواد کي بشپړ سوی او په افغانستان کي هم یوازي د څلورم فاز کار پاته دی. تر راتلونکو پنځه څلویښت ورځو پوري به د هرات – خواف ...
Read More »په کندهار کي لا هم بارانونو ته زیاتي هیلي سته چي د وچکالۍ مخه به ونیسي
د کندهار د کرني ریاست مسٔولین وایي، چي تر اوسه په کندهار کي ۱۰۰ ملي متره اورښت سوی چي کچه یې د تېر کال په پرتله تر پنځوس سلنه ډېره کمه ده. د کندهار د کرنۍ او مالدارۍ ریاست مسٔولین وايي، چي په دغه ولایت کي لا هم بارانونو ته هیلي سته تر څو د وچکالۍ مخه ونیسي. د کرني ...
Read More »په کندهار کي د ښځو چارو ریاست د راتلونکو ټاکنو کي د ښځو د ګډون په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړل
راپور: محمد یار مجروح راتلونکو د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنو ته د ښځو د ګډون لپاره تازه هڅي. دا په کندهار ولایت کي د ښځو چارو ریاست له لوري راټولي سوي ښځي دي تر څو عامه پوهاوی تر لاسه کړي او خپله رایه په سم ډول وکاروي. د کندهار د ښځو چارو رئیسه روقیه اڅکزۍ وايي، په ټاکنو کي ...
Read More »د کندهار والي یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چي د ټاکنو د نوم لیکني په پروسه کي برخه واخلي
راپور: سید حمید هاشمي نوموړی وايي، نور به امینتي سرتیري د امنیت د ټینګښت په موخه د خلکو څخه د تذکرو غوښتنه کوي او خلک باید ځانونه ثبت کړي. بلخوا د کندهار ولایتي شورا هم له علماوو او سپین ږیرو غواړي چي خلک د ټاکنو پروسې ته وهڅوي. د کندهار ولایتي چارواکو او قومي مشرانو یو ځل بیا د ټاکنو ...
Read More »په کندهار کي د سرحدي پوليسو د قوماندان جانان افغان ورور وايي، چي هغه د پاکستان د استخباراتي شبکي له خوا وژل سوی دی
سمونوال جانان افغان د پولیسو د چټک غبرګون د کنډک مشري کول چي عمده دنده يې پر ډيورنډ کرښه د بریدونو مخ نیوی دی. هغه تیره ورځ سهار په کندهار ښار کي په یوه چاودنه کي ووژل سو. د کندهار د پوليسو چټک غبرګون د کنډک قومندان د سپرلۍ پر موټر مقناطسي ماین تیره ورځ سهار نهه نیمي بجې د ...
Read More »د کندهار د سوداګرۍ خونه وایي، چي د افغانستان او هندوستان ترمنځ هوایي دهلیز پرانیستل خورا ګټور تمام سوی
د هندوستان سره د افغانستان د هوایي دهلیز جوړیدل د افغان سوداګر افغان سوداګر وایي، چي افغان حکومت دي دا پروسه پراخه کړي او ورته نوري لاري دي هم ورته پیدا کړي. د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستیال انجینر عبدالباقي بنا وایي، د هندوستان سره هوایي دهلیز د صادراتو له اړخه خورا مهم او د سوداګرو لپاره خورا د ګټي ...
Read More »په هلمند کي د درو بندونو لومړنۍ سروې پیل سوې ده
راپور: جواد داوري د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، د کجکي د بند ظرفیت لوړیدني د پاره به شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر ولګوي ترڅو د اوبو ذخیره زیاته سي او همدارنګه د موسی کلا او نوزاد ولسوالیو د بندونو سروې يې هم پیل کړې ده. پرهمدي مهال د نیمروز ولایت چارواکي وايي، د هلمند سیند شل سلنه د اوبو حق ...
Read More »په کندهار ښار کي د پارلماني ټاکنو لپاره د خلکو نوم لیکنه ورځ تر بلي زیاتیږي
راپور: سید حمید هاشمي د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ټاکنو لپاره د نوم لیکني وخت کم دی او هغه کسان چي نوم لیکنه يې نه وي کړې، ژر تر ژره دي په دغه مهمه پروسه کي ګډون وکړي. په کندهار ښار کي تر دې مهال د راتلونکو ټاکنو لپاره ۱۶ سوه کسانو نوم لیکنه کړې ده. په کندهار ښار ...
Read More »په کندهار کي د ښوونځیو زده کوونکي وايي، د پوهني ریاست دي په ښوونځیو کي د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو په برخه کي هم جدي هڅي وکړي
راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د شیخ زاید دارالیتام خصوصٍي ښوونځی له لوري جوړ سوی د ساینسي تجربو او لاسي صنایعو نندارتون. په دغه نندارتون کي ګډون کوونکي د ښوونځيو زده کوونکي وايي، عملي کار او په نندارتون کي ګډون د زده کوونکو په زده کړه مثبت اغیز لري او له دې طریقه کولای سي نورو ته خپلي ...
Read More »کندهار: د ارغنداب ولسوالۍ مسٔوولین وايي، ولایتي اداره دي د یادي ولسوالۍ د ښاروالۍ برخي ته پام زیات کړي
د ارغنداب ولسوالۍ ښاروال وايي، هغه ساختماني شرکت چي د باباولي زیارت د رغولو چاري يې په غاړه درلودې، کارونه يې نه دي پشپړ کړي. د ده په خبره که د باباولي پارک نیمګړي کارونه بشپړ سي دغي سیمي ته به د میله والو پام نور هم زیات سي او ورسره به د یادي ولسوالۍ پر عوایدو مثبت تاثیر وکړي. ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون