راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د شیخ زاید دارالیتام خصوصٍي ښوونځی له لوري جوړ سوی د ساینسي تجربو او لاسي صنایعو نندارتون.
په دغه نندارتون کي ګډون کوونکي د ښوونځيو زده کوونکي وايي، عملي کار او په نندارتون کي ګډون د زده کوونکو په زده کړه مثبت اغیز لري او له دې طریقه کولای سي
نورو ته خپلي وړتیاوي وښيي.
دوی له پوهنی ریاست څخه غواړي چي په ښوونځيو کي دي د نظري درسونو تر څنګ د عملي زده کړو برخي ته هم پام وکړي.
پر همدې مهال د پوهني ریاست مسؤلین وايي، دوی د ښار په ټولو ښوونځیو کي د عملي زده کړو زمینه برابره کړې.
د کندهار د بوهني ریاست ښاري ښوونځو آمر محمدطاهر ایوبي وايي، د زده کوونکو د سويې د لوړولو لپاره يې د کال په اوږدو کي
په ملي کچه نندارتونونه جوړ کړي او په ښوونځیو کي يې د عملي کار زمینه برابره کړې ده.
زده کوونکی په ښوونځیو کي د عملي زده کړو غوښتنه پر داسي مهال کوي چي څو دوې اونۍ مخکی د کندهار پوهنتون محصلینو شکایت کړی وو
چي د دوی لپآره په پوهنتون کي د عملي زده کړو زمینه نده برابره سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون