راپورونه

په زابل کي ۵ تنه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کي وژل سوي دي 

راپور: نثاراحمد څپاند امنیتي مسٔوولین وايي، د کابل کندهار پر لویه لاره د زاړه نورک په سیمه کي پنځه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل سوي او درې میله وسلې یي هم له منځه تللي دي د دې ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال رسنیو ته ویلي، چي پېښه تیر شپه د مرکز کلات په ...

Read More »

په کندهار کي د کرکټ معیاري لوبغالي کار بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د کرکټ معیاري لوبغالی چي کار يې شاوخوا ۱۶ میاشتي مخکي پیل سوی وو پای ته ورسېدی او د کندهار والي، د هند سفیر او یو شمېر نورو چارواکو له خوا رسما پرانیستل سو. کندهار والي په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي وویل، هند هیواد تل له افغانستان سره په بېلابېلو برخو ...

Read More »

په کندهار کي د خلکو د ستونزو د اوریدو کمیسیون وايي، د خلکو او امنیتي پولیسو تر منځ فاصله راکمه سوې ده

راپور: سید حمید هاشمي د دوی په خبره عام خلک اوس په ازادانه ډول خپلي ستونزي له چارواکو سره شریکوي او د هوارۍ غوښتنه يې کوي. یاد کمیسیون د ښار د دریمي حوزې د اوسیدونکو ستونزي مخامخ واوریدې . د کندهار د خلکو د ستونزو د اوریدو کمیسون تیره ورځ دوشنبه د ښار په دریمه حوزه کي د سیمي له ...

Read More »

د روزګان ولایت اوسیدونکي وایي، په دغه ولایت کي پوځي عملیات د خلکو په زیان ترسره کیږي

راپور: اجمل وصال د روزګان ولایت یوشمیر اوسیدونکي چي تیره ورځ یک شبنه د ولایت مخي ته د اعتراض په توګه سره راټول سوي وه وویل، چي دلته پوځي عملیاتونه یوازي د عامو خلکو په زیان تمامیږي او پرمختګ نه لري. دوی چي جګړې د تیرو دوکلونو راهیسې بې ځایه کړي. وایې که یې غوښتني ونه منل سي خپلو اعتراضونو ...

Read More »

د مسلکي خبریالانو په اړه د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اندېښنه

راپور: محمد یار مجروح په افغانستان کي د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، د ملي یوالي حکومت په ورستیو دریو کلونو کي شاوخوا ۵۰ خبریالان په دولتي ادارو کي جذب کړي دي. یاده اداره وايي، په دولتي ادارو کي په لوړ امتیاز د خبریالانو جذب د ژورنالیزم پر مسلک منفي اغیز کړی دی. نی اداره همدا راز وايي، ناسم ...

Read More »

ولسمشر غني وايي، ولسونه دي له وسلوالو سره ولسي سوله وکړي

ولسمشر محمد اشرف غني د یک شنبې په ورځ پکتیا ته ولاړی او د یو شمېر پروژو پرانیستنه یې وکړه. ولسمشر غني د پکتیا د برېښنا سب سټېشن، د ګرديز زرمت سړک، د شهیدانو معلمینو او مامورینو د ښارګوټي، د پکتیا صنعتي پارک او د پکتیا امنیه قومندانۍ نوې ودانۍ د کار پرانیستنه وکړه. ولسمشر له پکتیاوالو غوښتنه وکړه چي  ...

Read More »

د کندهار ولايتي شورا وايي، په ځینو ولسوالیو کي د ناامنیو له امله راتلونکي ولسمشریزي ټاکني نسي تر سره کیدلای

راپور: سید حمید هاشمي د ولایتي شوار مسٔولین له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چي د ټاکنو لپاره د امنیت زمینه برابره کړي او خلکو ته نوي بریښنايي تذکري وویشي. د کندهار ولايتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال وايي، چي په یو شمیر ولسوالیو کي د ناامنیو له امله راتلونکي ولسشمریزي ټاکني امکان نه لري. نوموړی وايي، غورک خاکریز میانشین، ،ښوراوک، ...

Read More »

روزګان: په دې ولایت کي د مخابراتي شبکو شپږ انتنونه سوځول سوي دي

راپور: اجمل وصال چارواکې وایي، د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو د بیلابیلو مخابراتي شبکو شپږ انتنونه سوځولي دي. د روزګان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوجي د ریاست یوه سرچینه وایي، د مخابراتي شبکو دغه شپږ انتنونه د تیرو دو ورځو راهیسي په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ اړوند سیمو کې سوځول سوي ...

Read More »

سږ کال په هلمند کي پر سل زره هکتاره مځکه کوکنار کرل سوي دي

راپور: جواد داوري د کندهار څخه د هلمند پر لوري روان زرګونه هغه کاریګر چي غواړي په هلمند کي نیښ ووهي. سږ کال نورو کلونو ته په کتو سره په هلمند کي زیات کوکنار کرل سوي دي، ځکه خو د کندهار، زابل، اروزګان، غزني، میدان وردګ او شاوخوا نورو ولایتونو زرګونه کسان د هلمند پر لوري روان دي. هغه کسان ...

Read More »

په زابل کي د کرکټ بورډ په نوښت پیل سوي سیالۍ پای ته ورسیدي

راپور: نثار احمد څپاند په زابل ولایت کي د کرکټ بورډ امریت په نوښت د ورزشي خبریالانو فدراسیون په ملتیا د کلب لیول سیالۍ پیل سوي وې، چي د ۱۱ مرکزي او شاجوی ولسوالۍ په ګډون ۱۲ لوبډلو ګډون کړی وو، چي پاي لوبه یې د قلات ښاروالۍ لوبډلي په اتلولي سره پای ته ورسېدل. پاي لوبي ته د قلات ...

Read More »