په کندهار کي د خلکو د ستونزو د اوریدو کمیسیون وايي، د خلکو او امنیتي پولیسو تر منځ فاصله راکمه سوې ده

راپور: سید حمید هاشمي

د دوی په خبره عام خلک اوس په ازادانه ډول خپلي ستونزي له چارواکو سره شریکوي او د هوارۍ غوښتنه يې کوي.

یاد کمیسیون د ښار د دریمي حوزې د اوسیدونکو ستونزي مخامخ واوریدې .

د کندهار د خلکو د ستونزو د اوریدو کمیسون تیره ورځ دوشنبه د ښار په دریمه حوزه کي د سیمي له اوسیدونکو سره مخامخ ولیدل او دهغوی غوښتني او ستونزي يې واوریدي.

ددې حوزې اوسیدونکو او قومي سپین ږیرو وویل، چي د پولیسو سره يې همږغي زیاته سوې او په سیمه کي يې امینتي ستونزي کمي سوي دي.

خو دوی وویل، چي د پوهني او ښاري خدماتو په برخه کي ستونزي لري چي باید هوراي سي.

وروسته د دیا کمیسیون مشر عطالله عطا وویل، چي دوی د خلکو سره په امینتي حوزو کي ویني او هڅه کوي چي د هغوی امنیتي، روغیتايي او نوري ستونزي هواري کړي.

د هغه په خبره د دوی ددغه ډول ناستو له امله اوس د خلکو او پولیسو تر منځ فاصله راکمه سوې ځکه خلک په ازادانه ډول د دوی سره خپلي ستونزي شریکوي.

عطالله عطا وايي، چي د خلکو سره مخامخ لیدني به يې تر هغه وخته دوام ولري تر څو د ښار تر څنګ په ولسوالیو کي هم خلکو ته رسیدګي وکړي او دهغوی په سیمو کي پرتې ستونزي هواري کړي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...