ویسټ انډیز او پاکستان کرکټ لوبډلو دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره کړل

د یادو دو هیوادونو کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبي د پاکستان هیواد په کراچي ښار کي پیل سوي.

پاکستان او وینډیز د یادو لوبو په لړ کي دوې لوبي ترسره کړي چي دواړي د پاکستان کرکټ لوبډلي په ګټه پای ته رسیدلي.

د تیري شپي په لوبه کی یو ځل بیا لومړی توپ وهنه پاکستان وکړل او په ټاکلو شل اورونو کی یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ویسټ انډیز ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکی.
د ویسټ انډیز توپ وهونکو لوبه په ښه ډول پیل نه کړل  او ټول لوبغاړي یې د لوبي په ۱۹.۲ اورونو کي د ۱۲۳ منډو په کولو سره وسوځیدل.
د یادلو وړ ده، چي د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ درېمه شل اوريزه لوبه نن ماښام پر ۷ بجي پېلیږي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...