راپور: محمد یار مجروح
په افغانستان کي د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، د ملي یوالي حکومت په ورستیو دریو کلونو کي شاوخوا ۵۰ خبریالان په دولتي ادارو کي جذب کړي دي.
یاده اداره وايي، په دولتي ادارو کي په لوړ امتیاز د خبریالانو جذب د ژورنالیزم پر مسلک منفي اغیز کړی دی.
نی اداره همدا راز وايي، ناسم امنیت، د رسنیو کمزوری اقتصاد او په ادارو کي د ښه کاري چاپيریال نه موجودیت هغه لاملونه دي چي د ښځینه خبریالانو کچه يې راکمه کړې ده.
په افغانستان کي د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، د ملي یووالي حکومت په ورستیو دریو کلونو کي شاوخوا پنځوس خبریالان چي تر دې مخکي د حکومت له سرسختو انتقاد کوونکو څخه شمیرل کیدل په دولتي ادارو کي په لوړو امتیازاتو پر دندو ګمارلي.
په کندهار کي د نی دفتر مسٔوول عبدالسمیع غیرتمل وايي، چي په دولتي ادارو کي د خبریالانو جذب د کار د چوپتیا په مانا دی.
د ده په خبره په هرات کي ۲۱ په کابل کي ۱۹ او کندهار په دریمه کټګورۍ کي راځي چي ډیری مسلکي خبریالانو یې خپلي دندي پرېیښي او پر دولتي بستونو کي پر کار ګمارل سوي دي.
د ښاغلي غیرتمل په خبره په سهیل لویدیځه حوزه کي د فرهنګي محدودیتونو له امله نارینه خبریالان نسي کولای پېښي په ښه ډول وڅیړي، او په دې برخه کي اړتیا ده چي د ښځینه خبریلانو شتون نور هم زیات کړل سي.
دی وايي، خراب امنیت، د رسنیو کمزوری اقتصاد او په ادارو کي د کاري چاپيریال نه موجودیت هغه لاملونه دي چي د ښځینه خبریالانو کچه يې راکمه کړې ده.
د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، په سهیل لویدیځه حوزه کي شاوخوا دیرش ښځینه کارکوونکي په رسنیو کي کار کوی خو روزګان او زابل هغه ولایتونه یادوي چي تر اوسه په رسنیو کي کومه ښځینه کارمنده نلري.
د ۲۰۱۸م کال په لومړیو دریو میاشتو کي د خبریالانو پر وړاندي شاوخوا ۱۵ پيښي ثبتۍ سوي چي ۵ یې په کندهار ولایت کي رامنځ ته سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون