د لوبي پچه ویسټ انډیز وګټله او د توپ اچوني پریکړه يې وکړه.
پاکستان په ټاکلو شل اورونو کی د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره وسیټ انډیز ته د ۲۰۴ منډو هدف وټاکی.
د لوبي په د دوهمي پاڼۍ کله چي د ویسټ انډیز د توپوهني لوبه پیل سول، په ۱۳.۴ اورنو کي د ۶۰ منډو په کولو سره دوینډیز ټول لوبغاړي وسوځیدل او په دې سره د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د درو شل اوریزو لوبو د لړۍ څخه لومړۍ یې پاکستان په ۱۴۳ منډو توپير له ویسټ انډیز څخه وګټل.
پاکستان لوبډله داسي مهال کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته سخته ماتې ورکوي، چې د ویسټ انډیز لوبډلي غوره لوبغاړو پاکستان ته د تګ څخه انکار کړی.
ګریس ګیل،پولارډ،جسن هولډر،کارلوس بریت وایټ او نورو هغه لوبغاړي چې د ویسټ انډیز لپاره یې مهم لوبې ګټلي، د امنیتي دلایلو له کبله یې پاکستان ته له تګ ډه ډه وکړه او هغه هېواد یې لا تر اوسه د کرکټ لپاره نا امن وباله.
د رپوټونو له مخې؛ سره له دې چې پاکستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز هر لوبغاړی ۲۵۰۰۰ ډالره ورکولو پرېکړه کړي، خو بیا هم ډیری لوبغاړو دغه هېواد ته تګ د خپل ځان لپاره له خطره ډګ بللی.
هیره دي نه وي ، چي د یادو دوو لوبډلو ترمنځ به دوهمه شل اوریزه لوبه نن ماښام پر ۷ بجي پيل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون