د یو کال راهیسي په هلمند کي د پولیو مثبته پېښه نه ده رامنځته سوې

راپور: جواد داوري

د هلمند روغتیایي کارکوونکي وايي، د وسله والو طالبانو او سیمه ایزو مشرانو په همکارۍ د هلمند په ټولو ولسوالیو کې د پولیو ویروس پر ضد کمپاین پلی کوي چي د شاوخوا پنځه زره کارکوونکو په واسطه به اتم نیم لکه هغه ماشومان چي عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي واکسین کړي.

په هلمند ولايت کي د پوليو نا اعلاجه ناروغۍ پر ضد د کمپاین واکسين ماشوم ته په دوه څاڅکو ورکولو سره پېل سو.

هلمند کي د کتلوي معافيت مشر ډاکټر عصمت الله همت وايي، د تېر يوه کال په اوږدو کې په دې ولايت کي هيڅ يوه مثبته پېښه نسته او دا ددې ولايت د قوي ټيم او کمپاينونو نتيجه ده.

دی وايي، په دې وروستیو کي د وسله والو طالبانو سره د خبرو دې پایلي ته رسیدلي چي د واکسین د کارکوونکو ممانعت ونه کړي او همدارنګه د طالب وسله والو تر حاکمیت لاندي سیمو کي خلک و هڅوي چي ددې ناروغۍ پر ضد مرسته لا هم وکړي.

د هلمند دعامي روغتیا ریاست سرپرست ډاکترعبیدالله داودزاده وايي، د کندهار ولایت په خاکریز،غورک او میوند ولسوالیو کې دپولیو ویروس خطر موجود دی له همدي امله هڅه کوي چي د کندهار سره د هلمند پر سرحدي سیمو د پولیو مخنیوي کمپاینونه ډیر ترسره کړي تر څو ویرویس د هلمند سیمي ته انتقال نه سي.

دی وايي، په هلمند کي د پولیو دوې پیښی يې ثبت کړي دي خو وروسته په پایلو کي معلومه سوې ده چي مثبت نه دي له همدی امله د عامي روغتیا وزارت د راپور له مخي هلمند په افغانستان کي د پولیو له خطرناک ویروس څخه خلاص ولایت دي.

پرهمدي مهال په هلمند د روغتیا نړیوال سازمان استازي وايي، اوس هلمند کي داسي سته چي اوسیدونکي یې د واکسین په اړه منفی ذهنیت لري او خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چي واکسین ورته تطبیق سي.

د هلمند چارواکي له دیني عالمانو،قومي مشرانو او ځوانانو څخه غواړي چي په دې ملي پروسه کي له خپل نفوذ څخه په استفادې د روغتیایي کارکوونکو سره مرسته وکړي ترڅو هلمند په بشپړ ډول ددي خطرناک ویروس څخه خوندي سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...