د خېمي ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل چي په هیواد کي دې د بهرنیو لاس وهنو مخه ونیسي او د سولي بهیر دي لا چټک کړي.
د میوند ولسوالۍ څخه مخکي تیره ورځ په کندهار ښار کي هم د هلمند په ملاتړ د پرلت خیمه درول سوې وه.
د کندهار ځوانانو د هلمند په لښکرګاه ښار کي د هغې خيمې د درېدو په ملاتړ خېمه پرانیستل، چي په هیواد کي يې د سولي په نیت درولې.
دې ته ورته د کندهار په لرغوني او تاریخي ولسوالی میوند کي هم د سولي د ولسي حرکت په ملاتړ خیمه ودرول سوه.
د کندهار ښار د سولي په نیت په دې درول سوې خېمه کي د جګړې قربانیان او د جګړې د قربانیانو ماشومان هم ناست وه.
پرلت کوونکي خبرداری ورکوي که د افغان جګړې ښکیلي خواوي د سولي په تړاو د ولس غوښتنو ته جواب ونه وایي، نو پر وړاندي به یې ودرېږي.
د دوی په وینا، چي د سولي لپاره دي اقدامات په رښتيني ډول بدرګه سي، نه د پروژې او ګټو لپاره.
پر همدې مهال د کندهار په لرغوني او تاریخي ولسوالۍ میوند کي هم نن یکشنبه د سولي غوښتني خېمه ودرول سوه او د میوند پرلتوالو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي د هغو بهرنیو لاسوهنو مخنيوی دي وکړي، چي د سولي پر وړاندي خنډ دی.
هغوی د سولي دا حرکت اوږدمهاله وباله او ډاډ یې څرګند، چي د سولي تر مذاکراتو به د سولي د پرلتونو او خېمو دا لړۍ د هېواد ټولو سيمو ته ورسوي.
د سولي ولسي حرکت چي له هلمند څخه پیل سو دا مهال د هیواد به د مختلفو ولایتونو کي دا ډول خېمي درول سوي او له جګړه مارو غواړي چی هر څومره ژر کیږي سوله دي وکړي او دلته دي جګړه ختمه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون