ښاغلي غني خوست ته په رسيدو سره لومړی په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کي ملکي هوايي ډګر ته ولاړ او هلته يې د دغه هوايي ډګر لپاره د رنوې کرښه پرانېسته او همدا ډول يې ددغه هوايي ډګر د رادار لپاره د ودانۍ او د داخلي سړکونو د کار د پيل پرانستنه هم وکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې له يو شمېر وزيرانو سره يو ځای د بيارغوني د يو شمېر پروژو د پرانستني او د خلکو له استازو سره د ليدني په موخه نن د خوست ولايت ته تللی دی.
له دې وروسته په هليکوپتر کي په دغه ولسوالۍ کي د برېښنا سب سټېشن ته لاړ او هلته يې د برېښنا د وېش چارو پروژه رسماً پرانیستله، چې په ترڅ کي به يې ۱۳ زره کورنۍ له دايمې برېښنا برخمنې سي.
د خوست د ولايت مقام وياند طالب منګل د يادو پرژو د پرانستنې پرمهال خبريالانو ته وويل، چي پر تکميل سويو پروژو ۱۰۰۷ ميليونه افغانۍ لګښت سوی او د تازه پيل سويو پروژو لپاره ۱۰۱۸ ميليونه افغانۍ بېلي سوې دي.
ټاکل سوې چي ولسمشر محمداشرف غني به نن د ورځي تر پایه له قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو سره پر ځانګړو ناستو سربېره نن ماسپېښين په خوست ښار کې يوې ولسي غونډې ته وينا هم وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون