ولایتي شورا وايي، دغه کار يې د پښتنو د ملي یووالي په هدف کړی دی.
کندهار ولایتي شورا همدا راز د هیواد په بیلابیلو سیمو کي د ځوانانو د پرلت ناستو ملاتړ هم وکړ او زیاته يې کړه چي دا ډول ناستي کولای سي په هیواد کي سوله راولي.
د کندهار ولایتي شورا د ډیورنډ فرضي کرښي ها خوا د پښتنو د ورستیو لاریونونو ملاتړ اعلان کړي.
د کندهار د ولایتي شورا ریٔس سیدجان خاکریزوال وايي، دغه کار يې د لر او بر پښتونو د اتحاد او اتفاق په موخه کړی او زیاته يې کړه په روانه جکړه کي د فرضي کرښي دواړو غاړو ته مالي او ځاني تاوانونه خلکو ته اوړي نو پکار ده چي پښتانه د خپل حق غوښتلو لپاره مبارزه وکړي.
بلخوا کندهار ولایتي شورا د هیواد په بیلابیلو سیمو کي د ځوانانو د پرلت ناستو څخه هم ملاتړ وکړ.
د ولایتي شورا ریٔس سیدجان خاکریزوال وايي، خلک په هیواد کي له روانو جکړو ستړي سوي او پر طالبانو يې ږغ وکړ چي نور دي د سولي له پروسې سره یو ځای سي.
ده زیاته کړه، چي عام کسان کولای سي د دولت او وسلوالو مخالیفینو تر منځ ښه منځګیړیتوب وکړي.
په هلمند کې د حمل په دوهمه له ځانمرګي برید وروسته د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي د سلګونو کسانو لخوا د پرلت خیمې ودرول سوې، دوی له حکومت او طالبانو وغوښتل چي اوربند وکړي او د سولي خبرې پیل کړي.
خو د دغه ډول حرکتونو په دوام سره به وسلوال د سولي میز ته کښيني که یا؟ دا هغه پوښتنه ده چي وخت به يې ځواب کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون