ننګرهار: په مرکز جلال اباد کي یوه کس خپله مور، پلار او میرمن وژلي  

د ننګرهار ولایتي مسٔولین وايي، چي د نور محمد په نوم یو تن چي اصلآ د ننګرهار د شیېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی د کورني تاوتریخوالي له امله یې خپل پلار، مېرنۍ مور او خپله مېرمند توپنګچې په ډزو ویشتلي او وژلي دي.

دغه پېښه تېره شپه دوې بجې د پنځمي ناحیې په عبد الحق مېنه کي سوې ده.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، چې په قتل تورن یې نیولی او په لومړنیو معلوماتو کي یي اعتراف کړی چي د خپلې کورنۍ درې غړي یې وژلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...