د سوریې پر هوايي ډګرونو بریدونه سوي دي

د سوریي حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هیواد پر یوه هوايي ډګر توغندیز برید سوی دی.

دا رسنۍ وایي، په برید کي مرګ ژوبله اوښتې او د دغه هیواد دافع هوا فعاله سوې ده. د پيښي پوره راپور لا نسته او نه هم دا راپور تایید سوی دی.

سانا خبري اژانس هم وايي، چې پر تیفور هوايي ډګر هم څو توغندۍ غورځیدلي دي. دا برید له هغه وروسته دی چي تيره ورځ د سوریې دوما ښار کي- چي د مخالفانو ولکه کي دی – د کیمیايي برید خبر خپور سو. امریکا د دغه برید مسٔوولیت د سوریې پر حکومت واچاوه.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...