راپورونه

د خوست ولایت یو شمیر اوسیدونکو د سولي لپاره دننه په هیواد او بهر کي د سولي د هڅو او کنفرانسونو ملاتړ وکړ

راپور: سردار محمد زیارمل که څه هم  د سولي په ملاتړ په وروستیو څو میاشتو کي هڅي تېزې سوي او په هیواد دننه او بهر کي هم یو شمېر کنفرانسونه د سولي په ملاتړ رابلل سوي، چي همدا څه موده وړاندي په سعودي عربستان کې هم د افغان سولي په تړاو یو شمېر اسلامي هیوادونو استازي سره راټول او په ...

Read More »

د کندهار د ولایتي شورا مسٔولین وايي،د یو شمیر مخابراتي شبکو فعالیت کمزوری  او غیري معیاري دی

راپور: سید حمید هاشمي د کندهار د ولایتي شورا مسٔوولین وايي، مخابراتي شبکې دي خپل فعالیتونه په هغو سیمو او ولسوالیو کي پيل کړي چي امنیت يې ښه سوي دي. د کندهار د ولایتي شورا ریٔس سیدجان خاکریزوال وايي، د یو شمېر مخابراتي شبکو فعالیت کمزوری سوی او د ښار به مرکزي سیمو کي کار نه کوي. دده په خبره ...

Read More »

په کندهار کي د حرفوي زده کړو له یوه مرکز څخه ۱۹۵ تنه فارغ سوه

راپور: سید حمید هاشمي په کندهار کي د حرفوي زده کړو له یوه مرکز څخه ۱۹۵ تنه فارغ سوه چي ۱۰۰ تنه يX نارینه او ۹۵ يې ښځینه دي. د کندهار مرستیال والي اغالالي دستګیري وايي، چي ولایتي اداره هڅه کوي چي ځوانان د کسب خاوندان کړي او هغوی ته د کار زمینه برابره کړي. هغه وايي، هغه کسان چي ...

Read More »

د هرات ولایت د اوبو رسوني ریاست چارواکي وايي، چي د ځمکي لاندي اوبو د کموالي څخه اندیښمن دي

راپور: غلام فاروق رسولي هرات چي د هیواد په کچه تر کابل ورسته د ځمکي لاندی اوبو د ستر کمښت سره مخ دی، د حکومت د بې غورۍ له کبله دا ستونزه ورځ تر بلي مخ پر ډيریدو ده. د هرات ولایت د اوبو رسوني چارواکي وایي، په تیرو څو کلنو کي د وچکالۍ او د خلکو له لوري د ...

Read More »

د قانون له مخي د هلمند معلولین په دولتي ارګانونو درې سلنه ونډه غواړي

راپور: جواد داوري معلولینو د ټولني خواره او بیوزله طبقه ده چي په هلمند کي د روانو جګړو او نا امنیو له امله لسګونو کسانو خپل د وجود غړي له لاسه ورکړي دي. په هلمند کي د کار او ټولنیزو چارو ریٔس صدیق الله خالقي وايي، د تیرو دوو کلونو را په دیخو د معلولینو شمیر ورځ تر بلی ډیریږي ...

Read More »

د عینو ښارګوټي مسؤلین وايي، د عینو میني په دوهمه برخه کي د اوسیدلو لپاره مجهز اپارتمانونه جوړوي

راپور: محمد یار مجروح د کندهار عینو ښارګوټي مسؤلین وايي، د عینو میني په دوهمه برخه کي په نوي ډیزاین د استوګني لپاره اپارتمانونه جوړوي. د عینو ښارګوټي د انجنري ګروپ غړی انجنیر اغاشرین وايي، یاد اپارتمانونه به د اوسیدلو له پوره اسانتیاوو څخه برخمن وي. هغه وايي، یاد اپارتمانونه د افکو چینا بلډنګ په نوم د جنوب لودیځي حوزې ...

Read More »

د کندهار د ترافیکو مدیریت ۱۰۰ تنو موټر چلونکو ته د موټر چلولو لیسنونه ورکړل

راپور: سید حمید هاشمي یادو کسانو پنځلس ورځي د ترافیکي قوانینو زده کړي چي په وینا يې په ښار کي به يې د موټر چلولو پر مهال عملي کړي. بلخوا د ترافیکو مسٔولین وايي، په ښار کي به پر یو شمیر چوکونو ترافیکي اشاري ولګوي. د کندهار د ترافیکو مدیر ډګروال عبدالحمید وايي، چي د ترافیکي پیښو د مخنیوي په ...

Read More »

تیره ورځ له جنوبي حوزې څخه د حاجيانو د لېږد پروسه پیل سوه

راپور: محمد یار مجروح چارواکي د تېرو کلونو په شان په سعودي عربستان کي د کندهار د حاجيانو لپاره د امکاناتو د برابرولو خبره کوي. د کندهار د حج او اوقافو رئيس محمد عمر اخندزاده وايي، سږکال ۲۲۰۰ کسان د حج لپاره ځي خو کېدای سي دا شمیره زیاته سي ځکه په دې کي هغه کسان نه دي شامل چي ...

Read More »

د کندهار پوهنتون مسوولین وايي، سږ کال به یاد پوهنتون شاوخوا درې زره محصلین جذب کړي

راپور: محمد یار مجروح د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخیل هیواد تلویزون ته وویل ، چي سږ کال دوی د شاوخوا درې زره محصلینو د جذب غوښتنه کړې، خو کیدلای سي تر درې نیم زره پوري محصلین جذب کړي. توتاخیل  زیاتوي، چي تیر کال کندهار پوهنتون له یوولس پوهنځیو څخه شاوخوا ۱۹۰۰ کسان فارغه کړي دي. دده په ...

Read More »

د لوړو زده کړو وزارت، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو پوهنتونو ته د کانکور پایلې اعلان کړې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري وویل په دغه آزموینه کي له ۱۵۸ زرو ډېرو زده کوونکو ګډون کړی و چي له دې ډلي څخه ۷۷،۸ فیصده کسان بریالي سوي. د راپورونو له مخي، د خصوصي عالی تحصیلاتو موسسو ته د شامېلېدو په شرایطو برابر کسانو شمېر ۶۶۸۰۳  کسان دي. تهمینه د عبدالصبور لور ...

Read More »