د خوست ولایت یو شمیر اوسیدونکو د سولي لپاره دننه په هیواد او بهر کي د سولي د هڅو او کنفرانسونو ملاتړ وکړ

راپور: سردار محمد زیارمل

که څه هم  د سولي په ملاتړ په وروستیو څو میاشتو کي هڅي تېزې سوي او په هیواد دننه او بهر کي هم یو شمېر کنفرانسونه د سولي په ملاتړ رابلل سوي، چي همدا څه موده وړاندي په سعودي عربستان کې هم د افغان سولي په تړاو یو شمېر اسلامي هیوادونو استازي سره راټول او په مشترکه یې په افغانستان کې روانه جګړه غیر مشروع وبلله، خو له دې سره سره بیا هم د افغانستان په جګړه کي کوم تغیر نه ده راغلی.

اوس یو شمېر خوستمیشتي او دلته د سولي ولایتي کميټې مسؤلین وایي، حکومت د سولي لپاره واقعي اراده لري، په دې شرط چي وسله وال مخالفین د افغانانو په مشرۍ خبرو ته کښېني.

دوی همداراز وایي، د سولي په برخه کي د هر ډول کنفرانسونو او هغو ناستو ملاتړ کوي، چي پر افغان سوله اغېز ولري.

د سولي ولایتي کمېټې مسؤلین د سولي په هدف له روانو حرکاتو او نړیوالو کنفرانسونو ملاتړ کوي او سولې ته د رسیدو یوازېنۍ لار د خبرو میز ته د وسله والو مخالفینو کښېنول په ګوته کوي.

ولسمشر غني هم په وار وار له قید او شرط پرته وسله وال طالبان د سولي خبرو ته رابللي او د سولي لپاره یې پر خبرو ټینګار کړی.

ښاغلي غني تېر کوچني اختر کي هم له وسله والو طالبانو سره بریالی اوربند اعلان کړی ؤ، خو له اوربند وروسته  وسله والو طالبانو او نورو ډلو خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې دا بریدونه  د ګڼ شمېر خلکو د مرګ ژوبلې لامل شول.

اوس یو ځل بیا حکومت او د سولي شورا له وسله والو طالبانو سره د لوی اختر په مناسبت ددویم اوربند عملي کیدو تابیا نېولې او هیلي دادي چي داځل اوربند دایمي بڼه خپله کړي، څو د سولي خبروته زمینه برابره سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...