د والي ویاند وایي، تيره ورځ مازیګر ناوخته د بهسودو پل څېرمه څلور لارې کې د ملي اردو سرتېري چې یو کس یې تر شک وروسته پلټو او د پلټني پر مهال پوه سوی وو، چي ځآنمرګی بریدګر دی، د غیږې په ورکولو سره یې د خلکو د ګڼي ګوني څخه بهر په ویستلو بریدګر په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چي په په ترڅ کي د دوه پوځیانو په ګډون يو ملکي وژل سوی او څېرمه دوه نور سرتېرې او یو ملکي وګړی ټپيان سوي دي.
د برید په هکله د دولت کومي وسله والي ډلي تر اوسه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون