د کندهار د ولایتي شورا مسٔولین وايي،د یو شمیر مخابراتي شبکو فعالیت کمزوری  او غیري معیاري دی

راپور: سید حمید هاشمي

د کندهار د ولایتي شورا مسٔوولین وايي، مخابراتي شبکې دي خپل فعالیتونه په هغو سیمو او ولسوالیو کي پيل کړي چي امنیت يې ښه سوي دي.

د کندهار د ولایتي شورا ریٔس سیدجان خاکریزوال وايي، د یو شمېر مخابراتي شبکو فعالیت کمزوری سوی او د ښار به مرکزي سیمو کي کار نه کوي.

دده په خبره مخابراتي شبکې دي نور خپل فعالیتونه تر ولسوالیو پوري وغځوي او له حکومته غواړي چي د مخابراتي شبکو د انتنونو امنیت دي وساتي.

بلخوا د مخابراتو مسٔوولینو وویل، چي دوی هڅه کوي چي په ښار او ولسوالیو کي په ښه ډول خدمات تر سره کړي.

د دوی په خبره په یو شمېر سیمو کي خراب امنیت د دوی فعالیت ته خنډ دی.

د کندهار ولایتي شورا همدا راز پر دې ټنګار وکړ چي پارلماني ټاکنو ته نوماندان وکیلان دي معارف د کمپاین لپاره نه کاروي.

د ولایتي شورا رئيس وايي هیچا ته به اجازه ورنکړي چي په معارف کي لاس وهنه وکړي او په خپله ګټه يې وکاروي.

د کندهار  د ولایتي شورا د معارف تر څنګ دا هم وویل چي د کانکور په ازموینه کي مرکزي اداره له کندهار سره توپریز چلند کوي.

د دوی په خبره په کانکور کي د کندهار ډیری ګډون کوونکي بې تیجې وي او د کندهار پوهنتون ډیری د نور ولایتونو کسان کامیابه کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...