راپور: سید حمید هاشمي
په کندهار کي د حرفوي زده کړو له یوه مرکز څخه ۱۹۵ تنه فارغ سوه چي ۱۰۰ تنه يX نارینه او ۹۵ يې ښځینه دي.
د کندهار مرستیال والي اغالالي دستګیري وايي، چي ولایتي اداره هڅه کوي چي ځوانان د کسب خاوندان کړي او هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.
هغه وايي، هغه کسان چي کسبونه يې زده کړي باید بې کاره کښینني او ددې کسب له لاري خپلي کورنۍ او ټولني ته کار وکړي.
د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د دغه حرفوي مرکز امر حبیب الله جیلاني وايي، چي تازه فارغینو ته يې په شپږو برخو کي حرفوي زده کړي ورکړې.
د نوموړي په خبره دوی تر دې مهاله دیارلس دورې فارغین ورکړي چي یادو فارغینو په بازار کي د کار پنځوس سلنه اړتیا پوره کړي او ډیری يې د خپل کسب خاوندان سوي دي.
نوي فارغین هم د ترلاسه کړو کسبونو له امله خوښ دي او وايي، چي له دې لاري به دوی د خپلو کورنیو لپاره مالي امکانات پیدا کړي او کار خواندان به سي.
د دوی په خبره تر لاسه کړي حرفوي زده کړي به د دوی سره دکار په پیدا کولو کي ښه مرسته وکړي.
دا مهال کندهار کي تر بل هر وخت د بې کارۍ سطحه لوړه سوې په داسي حال کي چي له پوهنتونو، ښوونځیو او نورو روزنیزو مرکزونو زیات شمیر کسان فارغیږي خو په ادارو کي ورته د کار زمینه نه برابریږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون