ننګرهار: په دې ولایت کي د پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴۰۰ټرانسپرمرونو د نصبولو کار پیل سو

 

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چي په یاد ولایت کي د پنځوس میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴۰۰ټرانسپرمرونو د نصبولو کار پیل سوی دی.

د چارواکو په خبره د دې ټرانسپرمرونو له لګولو سره به د ننګرهار شاوخوا اته زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي.

ننګرهار کي د اوړې په موسم کي د برېښنا ستونزي خلک اندېښمن کړي وو.

په یاد ولایت کي د برېښنا ریاست چارواکو په وار وار د یاد ولایت د برېښنا د ستونزي د حل خبره کړې وه، خو تر اوسه حل سوې نه ده.

ننګرهاریان د نویو ترانسپرمرونو نصبولو ته خوشبین دي د دوی په وینا د ګرمۍ په موسم کي د برېښنا ستونزو تر پوزې راوستي دي او له حکومته غواړي چي د ترانسپرمرونو په نصبولو دي کار نه تماموي او پروژه دي تر اخیره پلي کړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...