د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، په ختیځ کي ځانمرګي برید ناټو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 

د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د برید په ترڅ کي د ناټو درې سرتېري وژل سوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چي د برید په ترڅ کي یوه امریکایي سرتیری او دوه افغان پوځیان هم ټپیان سوي دي.

په خبرپاڼه کي د پیښي د ځای په اړه څه نه دي ویل سوي.

په همدې حال کي د پروان ولایت کي سیمه ییز چارواکي وایي پیښه نن سهار د خلازي په سیمه کي رامنځته سوې ده.

د پروان والي ویاندې وحیده شهکار وایي پیښه نن سهار شاوخوا ۶ بجې رامنځته سوې ده.

وسله والو طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...