ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په سردار محمد داود خان په روغتون کي د پکتیا ولایت د وروستي خونړي برید د  ټپیانو پوښتنه وکړه

ارګ ویلي، چي ولسمشر غني پرون ماښام په شهید محمد داوود خان روغتون کي په ګردېز ښار کي پر خواجه حسن جامع جومات د تروریستي برید د ټپیانو، پوښتنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ټپیانو د پوښتني پر مهال د یاد روغتون معالجو ډاکټرانو د بستري ټپیانو د روغتیايي وضعیت  او د درملني د څرنګوالي په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د شهید محمد داوودخان روغتون مسٔوولینو ته لارښوونه وکړه چي د ټپيانو دجدي څارني او درملنې په برخه کې خپلي هڅې درېغ نه کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...