اردوغان ویلي، چي د امریکا د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو شخصي بندیزونه لګوي

اردوغان ویلي، دا پرېکړه یې د امریکا د حکومت د ورته اقدام په جواب کي کړې ده.

د امریکا حکومت د اګسټ په لومړۍ نېټه د ترکیې د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیز ولګول.

واشنګټن له انقرې غوښتنه کوله چي د اندرو برونسن په نوم یو امریکایي کشیش یا پادري چي د ترکیې حکومت نیولی دی، خوشېي کړي.

واشنګټن تېره اوونۍ پر انقره د فشار زیاتولو لپاره د ترکیې د کورنیو چارو او عدلیي پر وزیرانو بندیز ولګاوه.

اندرو برونسن په ترکیه کي “د کومي تروریستي ډلي له غړیتوبه پرته، د تروریستي فعالیتونو د ملاتړ ” په جرم محاکمه کېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...