راپور: جواد داوري
معلولینو د ټولني خواره او بیوزله طبقه ده چي په هلمند کي د روانو جګړو او نا امنیو له امله لسګونو کسانو خپل د وجود غړي له لاسه ورکړي دي.
په هلمند کي د کار او ټولنیزو چارو ریٔس صدیق الله خالقي وايي، د تیرو دوو کلونو را په دیخو د معلولینو شمیر ورځ تر بلی ډیریږي چي ډیره برخه يې د جګړو معلولین دي.
دی وايي، د ملکي معلولینو ترڅنګ سلګونو نظامي معلولین يي هم راجسټر کړي دي چي له ټولو معلولینو يې سروې پیل کړې ترڅو لوستي کسان په نښه کړي او بیا يې په دولتي ارګانونو کي د دندي په موخه وګماري.
خالقی وایي، چي قانون معلولینو ته په دولتي ادارو کی درې سلنه دکارکولو حق ورکړی دی او د معولینو همداحق په یوشمیر دولتي ادارو کي ورکول سوی دی.
د هلمند معلولین وايي، لوستي ځوانان لري که دولت کي د کار ونډه ورکړي کولاي سي رسمي دندي تر سره کړي او د روغو کسانو په ډول خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
دوی وايي، د شعار په ډول د دندو ژمنه ورسره سوې ده خو تراوسه چا د دوی پر حال پوښتنه نه ده کړې.
معلولینو په خپل شخصي لګښت په لښکرګاه ښار کي یو کور په کرایه نیولی او خپل ټولنه يې پکښي جوړه کړې ده چي تردې مهاله يې یوزر نهه کسانو راجسټر کړي دي.
بلخوا مدنی فعالین وایي، چي قانون په دولتي اد ارو کي معلولینو ته درې سلنه حق ورکړی چي باید دا حق په ټولو دولتي ادارو کي په متوازنه توګه ورکول سي.
دوی وایي، چي معلولینو دخاوري دساتنی لپاره دبدن اعضاوي قرباني کړي دي چي د امتیازاتو پر مهال بې برخي پاته نه سي.
د نارینو ترڅنګ په هلمند کي ګڼ شمیر ښځینه معلولینې هم سته چي اکثره يې په ښار کي په فقر او ګدايي ژوند کوي.
د نارینو په پرتله د ښځو د سواد کچه ټیټه ده له همدي امله په دولتي ارګانونو کي یې د جذب چانس لږ دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون