راپور: محمد یار مجروح
د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخیل هیواد تلویزون ته وویل ، چي سږ کال دوی د شاوخوا درې زره محصلینو د جذب غوښتنه کړې، خو کیدلای سي تر درې نیم زره پوري محصلین جذب کړي.
توتاخیل زیاتوي، چي تیر کال کندهار پوهنتون له یوولس پوهنځیو څخه شاوخوا ۱۹۰۰ کسان فارغه کړي دي.
دده په خبره که څه هم سږ کال په تشکیلاتوکي نوې پوهنځۍ نسته خو د پوهنتون په نصاب او درس ورکولو په متودولوژي کي يې نوی والی راوستلی دی.
که څه هم هرکال لسګونه زره زده کوونکي د کانکور په ازموینه کي نه بریالي کیږي، خو بیا هم د پوهنتونو څخه فارغه کسان د کار دنشتوالي له امله شکایت کوي.
دافغانستان د لوړو زده کړو وزرات بیا وايي، پر داسي پروګرام کارکوي تر څو د بازار د غوښتني سره سم کسان فارغه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون