د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چي پیښه تېره ورځ د مازدیګر په وخت د سروبي د اوبو بند په جنوب کي رامنځته سوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د پوځ یوه هلیکوپټر د تخنیکي ستونزو له امله بیړنی ناسته کړې او په ترڅ کي د هلیکوپټر یوه عمله ټپي سوی دی.
د دفاع وزارت په وینا، د هلیکوپټر د امنیت لپاره امنیتي ځواکونه سیمي ته استول سوي دي.
سروبی د کال ولایت په ختېځ کي په تیرو څو کلونو کي له نسبتا امنو ولسوالیو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کي یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون