د راپورونو له مخي د نوموړې په وژنه کي د هغې خاوند لاس لري.
د نوښار پولیسو مرکز ته د ریشم ورور عبیدالله په خپله عریضه کي ویلي، چي خور یې د فایده خان په نوم اوخښي وژلې ده.
هغه ویلي چي نوموړي خپله مېرمن ریشم په چل ول بویولي او بیا یې تېره شپه وژلې ده.
ویل کېږي، چي فایده خان ځان تری تم کړی دی.
د ریشم د ورور په خبره د خور خاوند یې په بهر کي و او د د خپلې میرمني پر هنرمندۍ رضا نه و.
ریشم په اصل کې افغانه او پښتونخوا کي کډواله وه.
ویل کېږي ریشم د یوې غریبې کورنۍ وه او د خپلي کورنۍ پالنه به یې په خپل هنر سره کوله.
پولیس وایي د ریشم د خاوند د نیولو هڅي یې پیل کړې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون