اقتصاد

دولت په جوزجان کي د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې ده

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په جوزجان ولایت کي يې د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، چي د دغي پروژې په پلي کولو سره به ۵۰ ميګاواټه برېښنا هم تولید سي. ده وویل، دا مستهلکینو ته د ګازو د رسولو پروژه ده، چي دوی ته به له افغان تصدیو ...

Read More »

تورخم لویه لار پنځه ورځي وروسته خلاصه سوه

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، له پنځه ورځني ځنډ وروسته پرون د چهارشنبې په ورځ د تورخم لویه لار د افغاني محصولاتو د صادراتو پر مخ خلاصه سوه. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا وايي، چي دغه لار د کمېشن کارۍ او فساد له امله د پاکستان له لوري تړل سوې وه. دی وایي، د تورخم ...

Read More »

تر هرات وروسته د پکتیا زعفران د افغانستان تر ټولو ښه زعفران دي

د کرهڼي وزارت او د پکتيا د کرهڼي رياست مسئولين وايي چي له هرات وروسته د پکتيا زعفران غوره او ښه درجه لري، چي بايد کښت ته يې پراختيا ورکړل سي. دوی دا خبري د پکتيا د پنځو ولسواليو بزګرانو ته له شپږ ټنه ډېر د زعفران پيازو او ورسره د اړينو وسايلو د وېش په ترڅ کي وکړې. په ...

Read More »

په هلمند کي د انګورو په حاصلاتو کي زیاتوالی راغلی دئ

د دې ولایت د کرهڼي او مالدارۍ ریاست د پلان او همږغۍ د پروګرامونو مسئول وایي، چي سږکال به په هلمند کي نژدې ۹۰ زره مټریک ټنه انګور تولید سي. دی وايي، د هلمند انګور د کیفیت له پلوه ښه دي او پر هلمند سربېره د هيواد په يو شمېر نورو ولایتونو کي هم ښه بازار لري. د نوموړي د ...

Read More »

د تورخم پوله به له راتلونکي میاشتي څخه پرانیستل سي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله به له راتلونکي میاشتي څخه د ۲۴ ساعتونو له پاره پرانستي وي. د تورخم د پولي موضوع پاکستان ته افغان ولسمشر اشرف غني هم د هغه هيواد له صدراعظم عمران خان سره په وروستۍ کتنه کي مطرح کړې وه او دواړو مشرانو هم سلا ...

Read More »

د کندهار څخه پسونه پاکستان ته قاچاقیږي

د کندهار اوسېدونکي وايي، له دغه ولایته پاکستان ته پسونه قاچاقيږي، چي له یوې خوا یې بیه لوړه سوې او له بلي خوا د هغو د نسل د ورکېدو وېره پيدا سوې ده. دوی زیاتوي هره ورځ په سلګونو د پسونو بار موټران د سپين بولدک له لاري پاکستان ته ځي، چي پولیس يې نه یوازي مخنیوی نه کوي، بلکي ...

Read More »

وزارت د اوسپني یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته سپاري

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د اوسپني یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته سپاري. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، چي په دې تړاو په پنجشېر ولایت کي سروې پیل سوې ده. ده وویل، چي  د دې سروې هدف دا دئ څو هغه کمپنۍ او فابریکې ته، چي دننه په هيواد کي د اوسپني ویلي کولو په برخه ...

Read More »

د تورخم د دروازې مامورینو د کار بندیز اعلان کړی دئ

او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم دروازي مامورینو کار بندیز اعلان کړی دئ. د دې خوني ویاند وايي، چي دغه کار بندیز وروسته له هغه کيږي، چي پاکستان د تورخم له لاري پر سوداګریزو موادو تعرفه لوړه کړه. ده وویل، چي د دواړو لورو سوداګرو له دې امله کار بندیز کړی، چي خدمات ډېر کمزوري ...

Read More »

بغلان کي کوچیانو دولسي تړون له ملي پروګرامه ملاتړ وکړ

د بغلان د کوچیانو له پاره ولسمشرۍ ماڼۍ او کلیو و پراختیا وزارت د ولسي تړو ن په چوکاټ کي ۲۸ پرمختیايي شورا ګاني ورکړي، چي دې ولایت کي  مېشتو کوچیانو شورا ګانو له پاره د خوشالۍ په هدف او ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د منني په موخاطر دولسي تړون له ملي پروګرامه خپل ملاتړ د یوې غونډي پرمهال اعلان کړ. ...

Read More »

پر افغان سوداګرو د تعارفو د لوړېدو ستونزه ۴۰ سلنه حل سوې ده

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د پاکستان له لوري پرافغان سوداګرو د تعارفو د لوړېدو ستونزه ۴۰ سلنه حل سوې ده. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي‌اغا وايي، چي هڅي رواني دي څو دا ستونزه په اساسي توګه حل سي. دی وایي، په سلو کي ۴۰ سلنه د تعارفو د لوړېدو ستونره حل سوې ده، زردالو چي ۱۳ زره وه، ۱۸ ته رسېدلي، ...

Read More »