په هلمند کي د انګورو په حاصلاتو کي زیاتوالی راغلی دئ

د دې ولایت د کرهڼي او مالدارۍ ریاست د پلان او همږغۍ د پروګرامونو مسئول وایي، چي سږکال به په هلمند کي نژدې ۹۰ زره مټریک ټنه انګور تولید سي.

دی وايي، د هلمند انګور د کیفیت له پلوه ښه دي او پر هلمند سربېره د هيواد په يو شمېر نورو ولایتونو کي هم ښه بازار لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخي په هلمند کي په څه باندې شپږ زره هکټاره مځکو کي د انګورو باغونه دي، چي له هر هکټار مځکي څخه ۱۶ مټریک ټنه انګور راټوليږي.

د هغه په وینا، په هلمند کي د باغونو د ودي او پراختیا له پاره باغوانانو ته روزنیز پروګرامونه نیول کيږي او دا شان ورته د اړتیا وړ امکانات هم ورکول کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...