اقتصاد

په هلمند کي د هندواڼو او خټکیو پالېزونو ښه حاصلات ورکړي، خو بازار نه ورته لري

د هلمند ولايت کروندګر وايي چي له تېرو ورښتونو سره د هندواڼو او خټکيو پالېزونو ښه حاصلات ورکړي خو زیاتوي چي بازار ورته نه لري. د دغه ولايت د کرهڼي رياست مسئولين وايي، چي د هلمند پر پنځه زره هکټاره مځکه هندواڼې او خټکي کرل سوي. چي تر اوسه ٥٢ زره ټنه د هنډواڼو او ٦٩ زره ټنه د خټکيو ...

Read More »

په ننګرهار کي سږکال د پیازو کروندو ښه حاصل ورکړی

د ننګرهار ولايت کروندګر خوښ دي چي سږ کال يې د پيازو کروندو ښه حاصل ورکړی او بازار يې هم تر نورو کلونو ښه دئ. بلخوا ځايي چارواکي وايي، په دغه ولايت کي سږ کال ۳۳زره ټُنه د پيازو حاصلات راټول شوي چي زياته برخه يې په همدغه ولايت کي مصرف شوي دي. د ننګرهار رودات ولسوالۍ يوه له هغو ...

Read More »

په کندوز کي د ۷ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پيل او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې

رپوټ: نور ګل اندړوال په کندوز کي داووه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت یوشمېر مهم رغنیز کارونه  دخپلواکۍ د ورځي درانژدې کېدو په مناسبت پیل اویو شمېر یې ګټي اخیستني ته وسپارل سول . په رغنیزو کارونو کي د کندوز ښار په دوهمه ناحیه کي د فېروز کوهي سړک د پله  د جوړېدو، د کندوز ښار د دورې په سیمه ...

Read More »

د غنمو سوداګر: د کندهار او هلمند غنم تر حاصل وروسته د پاکستان بازار ته وړل کیږي

رپوټ: محمد یار مجروح په کندهار کي د غنمو سوداګر وايي، د کندهار او هلمند غنم تر حاصل اخیستلو وروسته دپاکستان بازارونو ته د خرڅلاو له پاره وړل کیږي. سوداګر ادعا لري چي دغه غنم د قاچاقي لارو تر څنګ پر عمومي لارو هم وړل کیږي، چي له امله یې په کورني بازار کي د غنمو قیمت لوړ سوی دئ. ...

Read More »

په ننګرهار کي د ۸۷۷ میلیونو په لګښت پروژې پیلیږي

د ننګرهار چارواکي وايي، پلان لري چي سږ کال د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کي د ۸۷۷ ميليونونو افغانيو په لګښت بېلابېلي رغنيزي پروژې پلي کړي. د يو لوی سړک، روغتون، ګڼو ښوونځيو او د يو لوی سربند جوړول هغه څه دي چي چارواکي وايي، په نږدې ورځو کي به يې کارونه عملاً پيل سي. په همدې خاطر د ...

Read More »

په لغمان کي د شاهي کانال د جوړېدو کارونه پیل سول

د لغمان چارواکي وايي، د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کي د ۳۰ميليونه ډالرو په لګښت د شاهي کانال د جوړېدو کارونه پيل سول چي په درو کلونو کي به بشپړ سي. دا کانال به د الينګار ولسوالۍ او مرکز مهترلام اړوند ګڼي شاړي مځکي ابادي او د سيمي د اقتصاد او زراعت د پرمختګ لامل به وګرځي. د لغمان ...

Read More »

اترا ادارې څو مخابراتي شرکتونه پنځه لس میلیونه افغانۍ جریمه کړل

اترا ادارې د ناقانونه کړنو له امله د روشن او اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ او د سيمکارټ خرڅولو شپږ شرکتونه پنځه لس ميليونه افغانۍ جريمه کړل. د مخابراتي چارو د تنظيم ادارې (اترا) د کنټرول او څار رياست په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د روشن غیردولتي مخابراتي کمپنۍ پنځه ميليونه افغانۍ او د اتصالاتو غیردولتي مخابراتي کمپنۍ اووه ميليونه ...

Read More »

د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کي ۶۱ پرمختیايي پروژې عملي کيږي

د هيواد په ۱۳ ولایتونو کي د ۳۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۶۱ پرمختیايي پروژو له عملي کېدو نږدې ۱۵۰ یو لک و پینځوس زره کسان ګټه اخلي. د یادو پروژو تړونونه د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر مجیب الرحمن په کابل کي له دوو خصوصي شرکتونو او د یوولس ولایتي شوراګانو له استازو سره لاسلیک کړل. د ...

Read More »

په کندهار کي سږ کال پر شاوخوا درې زره هکټاره مځکه پالېزونه کرل سوي دي

رپوټ: محمد یار مجروح په کندهار کي سږ کال پر شاوخوا درې زره هکټاره مځکه پالېزونه کرل سوي دي، چي ډېره برخه یې خټکي او هندواڼې دي. کروندګر وايي، د سږنیو اورښتونو له برکته په پالېزونو کي حاصلات زیات سوي دي او دوی تمه لري سږني حاصلات به یې د پروسږ کال زیان هم راګرځوي. دوی زیاتوي، د سږنیو اورښتونو ...

Read More »

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار اداره د ایران په اړه یوه بېړنۍ غونډه جوړوي

د نړیوالي اټومي انرژۍ د ادارې د ۳۵ غړو هيوادونو د غونډي غوښتنه امریکا کړې ده. په پام کي ده دا بیړنۍ غونډه په ویانا کي وسي. تردې څو ورځي دمخه تهران د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقې څخه د دوهم ځل سرغړوني اعلان وکړ. ایران وايي چي دوی په لوی لاس د دې موافقې مواد مات کړي او دا ...

Read More »