د هيواد په ۱۳ ولایتونو کي د ۳۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۶۱ پرمختیايي پروژو له عملي کېدو نږدې ۱۵۰ یو لک و پینځوس زره کسان ګټه اخلي.
د یادو پروژو تړونونه د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر مجیب الرحمن په کابل کي له دوو خصوصي شرکتونو او د یوولس ولایتي شوراګانو له استازو سره لاسلیک کړل.
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر له جزئیاتو پرته وویل، په دې پروژو کي کارېز، کانګرېټي سړکونه، پلونه، د اوبو کانالونه او استنادي دېوالونه شامل دي.
د ده په خبره، یادي پروژې په بلخ، بغلان، بادغیس، لوګر، هرات، کابل، کندهار، خوست، پکتیا، پروان، میدان وردګو، زابل او نورستان ولایتونو کي عملي کيږي.
هغه زیاته کړه، یادي پروژې په ټولیزه توګه ۳۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون