د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د سولي په روانو بحثونو کي باید هغه کسان ګډون وکړي چي د افغانانو له حقونو په رښتیني توګه دفاع وکړي.
د دغه سازمان د عمومي سرمنشي مرستیالي ویلي، چي دوی د سولي د هغي پروسې ملاتړ کوي، چي ټولو افغانانو ته د منلو او د ښځو حقونه پکښي خوندي وي.
د ملګرو ملتونو څلور کسیز پلاوی په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی وو او د دغه سفر په لړ کي یې د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو افغان چارواکو سره د سولي، بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبري کړي.
دا په داسې حال کي ده چي له دې وړاندي په افغانستان کي د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره د وروستیو سیاسي معلوماتو د شریکولو په ناسته کي ویلي، چي که څه هم انتخابات او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون