د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کي د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

د اسلامي هيوادونو د همکاريو سازمان (اسلامي کنفرانس) په افغانستان کي د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د سعودي عربستان په جده ښار کي د دغه کنفرانس له مقر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي د دې سازمان سکرټر جنرال ويلي، چي د افغانستان په وروستيو ځانمرګو بريدونو او نورو امنيتي پېښو کي ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي د تاوتريخوالي پر زياتېدو د ژوري اندېښنې څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چي ژر تر ژره دي دا تاوتريخوالى کم کړل سي.

د اسلامي کنفرانس سکرټر جنرال له ټولو افغان اړخونو غوښتي، چي خپلي ټولي هڅي د سولي له پاره په کار واچوي.

د هغه په وينا، د سولي دا هڅي بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت  ترسره سي، چي د تېري روژې مياشتي د اسلامي کنفرانس سرمشريزي غونډي کي يې هم ملاتړ سوى دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...