رپوټ: محمد یار مجروح
په کندهار کي پر امنیه قومندانۍ د پنجشنبې د ورځي په برید کي د وژل سوو کسانو له پاره د قران کریم ختمونه او دعاوي وسوې.
افغان ولسمشر په دغه برید کي د وژل سوو او زخمیانو له کورنیو سره له ۵۰ زره څخه تر یو لک افغانیو پوري مالي همکاري هم کړې ده.
خو د کندهار اوسېدونکي له مرکزي ادارې غواړي، چي دغه برید په هر اخیز ډول وڅېړي او وروستي معلومات یې له عامو کسانو سره شریک سي.
د ولایتي شورا غړي محمدیوسف یونسي او قومي مشر ولی شاه آغا وايي، پر امنیه قومنداني د برید په اړه د څېړنو تر څنګ باید د امنیت په برخه کي مسئول چارواکي هم وپوښتل سي.
دوی زیاتوي چي مرکزي ادارې تل په کندهار کي دلویو پېښو د څېړلو وعدې ورکړي، خو عملي اقدام یې نه دئ کړی.
بلخوا د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، په ولایتي کچه هیئت ټاکل سوي، تر څو دغه برید په تخنیکي او مسلکي شکل وڅېړي او همدارنګه د برید پر مهال د اوښتي مالي زیان کچه هم معلومه کړي.
دی وايي، له څېړني وروسته به راپور مرکزي ادارې ته سپاري تر څو په اړه یې تصمیم ونیسي.
د کندهار پر امنیه قومنداني په برید کي د درې پولیسو په ګډون، دوولس کسان ووژل سول او نژدې ۹۰ کسان ټپيان سوه.
او همدارنګه په دغه برید کي د مالي زیان کچه هم نژدې څلور سوه میلیونه افغانیو ته رسیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون