د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو وضاحت غوښتی دئ

په یوه خبرپاڼه کي ارګ ویلي: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوو همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټنه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهور رئیس ټرمپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دې هيواد په اړه د امریکا د ولسمشر ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کي ویلي، افغان ملت هيڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

د ارګ په اعلامیه کي راغلي، افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت یا دولتونو څخه دئ، چي د تاریخ په اوږدو کي له څو بحرانونو څخه راوتلی دئ.

پرون (دوشنبه د سرطان ۳۱) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ناسته کي خبریالانو ته وویل، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کي ختمولای سي او د دې کار له پاره دی په لسو ورځو کي افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولای سي، خو نه غواړي چي داسي وکړي.
نوموړي وویل، له پاکستان او نورو هيوادونو سره پر دې کار کوي، چي څنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا سره د افغان دولت شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي پر اساس ده.

د ارګ په خبره افغان دولت د سولي په راوستلو کي د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوي، خو د دې هيواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کي د افغانانو د زعامت له حضور پرته نسي ټاکل کېدای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...