اترا ادارې څو مخابراتي شرکتونه پنځه لس میلیونه افغانۍ جریمه کړل

اترا ادارې د ناقانونه کړنو له امله د روشن او اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ او د سيمکارټ خرڅولو شپږ شرکتونه پنځه لس ميليونه افغانۍ جريمه کړل.

د مخابراتي چارو د تنظيم ادارې (اترا) د کنټرول او څار رياست په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د روشن غیردولتي مخابراتي کمپنۍ پنځه ميليونه افغانۍ او د اتصالاتو غیردولتي مخابراتي کمپنۍ اووه ميليونه افغانۍ جريمه سوي دي.

دغه راز ده وويل چي شپږ سيمکارټ خرڅوونکي شرکتونه هر يو ۵ لکه افغانۍ جريمه سوي دي.

د هغه په وينا، روشن، اتصالات او شپږ ياد شرکتونه ځکه جريمه سول، چي شرکتونو د يادو مخابراتي کمپنيو سيمکارټونه له ثبت پرته خرڅول.

دی وايي، د هيواد په ګوټ ګوټ کي د ناقانونه سيمکارټونو د راټولولو لړۍ روانه ده او له هغو دوکانونو او شرکتونو سره به هم قانوني چلند وسي چي د قانوني جواز پرته سيمکارټونه خرڅوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...