رپوټ: مهتمم صالح
تيري څو مياشتي په کندهار کي برېښنا دايمي وه او خلک هم ځیني خوشحاله وه، خو اوس په دغه ولايت کي یو ځل بيا برېښنا د پخوا په څېر يوه ورځ وي او يوه ورځ نه وي.
ښاريان وايي، د دوبي په موسم کي برېښنا ته اړتيا ډېره وي، خو برېښنا نه وي، چي دا خپله لويه ستونزه ګڼل کيږي.
دوی وايي، لمريزه برېښنا افتتاح سوې ده، خو دوی ته يې کومه ګټه نه ده کړې.
ښاريان زياتوي، که څه هم برېښنا ۶۰ سلنه جوړه سوې، خو دومره نه ده، چي خلکو ته بسنه وکړي.
بلخوا د کندهار د ولايتي شورا غړي وايي، د ښار برېښنا اوس تر پخوا ښه سوې ده.
د ولايتي شورا غړی نعمت الله شېردلی وايي، په ښار کي ځيني لینونه بې کيفیته دي، چي له پرې کېدو سره یې د ځينو کورونو برېښنا هم قطع کړې وي.
شېردلی وايي، برېښنا د خلکو ضروت دئ بايد په سمه توګه تر خلکو ورسيږي.
پر همدې مهال د کندهار د برېښنا رئیس امان الله فاروقي وايي، د ګرمۍ په زیاتوالي سره برېښنا ډېره کاريږي، خو د برېښنا ظرفيت دومره نه دئ، چي په دايمي ډول برېښنا توضع سي.
فاروقي وايي، لمريزه برېښنا ۱۵ ميګا واټه ده او یوازي تر لمر لوېدو پوري وي، چي صنعتي پارک ته ور کول سوې ده او نوره ۱۵ مېګاواټه تر اوسه په امتحاني دوره کي ده، چي ژر به يې په رسمي ډول توضع کړي.
دی وايي، ډېزلي برېښنا يې هم يوازي صنعتي پارک ته ورکړې، خو د کجکي برېښنا د ښاريانو په واک کي ده.
که څه هم له کجکي څخه کندهار ته غځېدلی لين نوی سوی دئ، خو بیا هم ډېر وخت دغه لين پرې کيږي او د برېښنا د خرابوالي یوه لویه ستونزه دغه لین هم بلل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون