د ټرانسپورټي شرکت مسئولین: ګمرک يې بې له کومه دلیله باروړونکي موټران په ورځو ورځو ځنډوي

رپوټ: محمد یار مجروح

په کندهار کي د ټرانسپورټي شرکتونو مسئولین وايي، ګمرک یې بار وړونکي موټر پر وخت نه محصولوي، چي له امله یې کارونه په ورځو ورځو ځنډيږي.

دوی زیاتوي تجارانو او ګمرک لاس سره یو کړی او قصداً موټران ځنډوي تر څو خپل تجارتي مالونه په لږ قیمت محصول کړي.

د ټرانسپورټي شرکتونو مسئولین وايي، که ګمرک پر وخت موټر محصول کړي وای، پر امنیه قومنداني به د برید پر مهال سوداګرو ته د زیان کچه دومره لوړه نه وای.

بلخوا د کندهار د صنایعو او معدن خوني مسئولین وايي، ګمرک بې له کومه دلیله تجارتي مالونه ځنډوي، چي له امله یې صنعتکاران په ستونزو کي دي.

ددغي خوني مرستیال حاجي باریدادصادق وايي، ګمرک د محصول په برخه کي پوره اسانتیاوي او نظم نه لري چي له امله یې د سوداګرو تجارتي مالونه په ورځو ورځو ځنډیږي او سوداګر مجبوره کیږي، چي د ژر محصول له پاره د ګمرک کار کوونکو ته پيسې ورکړي.

د کندهار ولایتي اداره وايي، دغه ډول شکایتونه دوی ته په غیر مستقیم ډول رسېدلي او دوی به یې د حل له پاره لاس په کار سي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، حکومت تل هڅه کوي تر څو د عایداتي ادارو کارونه چټک او کنټرول کړي.

دی زیاتوي هغه تجارتي توکي چي په لومړي ځل افغانستان ته راوړل کیږي یا یې هم قیمتونو تغیر کړی وي، اړتیا ده چي له مرکزي ادارې څخه هدایت واخلي نو ځکه بار وړونکي موټر د څو ورځو له پاره په ګمرک کي ځنډيږي.

دا لومړی ځل نه دئ چي د کندهار د ګمرک څخه شکایت کیږي بلکي تر دې وړاندي هم د لویو بار وړونکو موټر چلوونکو شکایت کړی وو، چي  د محصول پر وخت ورڅخه د ګمرک مامورین پيسې اخلي.

وموغوښتل د دې ادعاوو په اړه د کندهار د ګمرک د رئيس محمد اکبر نظر هم واخلو، خو نوموړی د یو ساعت انتظار وروسته هم خبرو کولو ته حاضر نه سو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...