د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړي استازي په سې شنبه کابل ته له رسېدو سره سم له ولسمشر اشرف غني سره کتلي.
ارګ وايي د ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولي له پاره د امریکا د ځانګړي استازي په لیدنه کي لازمه وګڼل سوه، چي ښاغلی خلیلزاد د څه مودې له پاره په کابل کي پاتې سي.
په هغه خبرپاڼه کي چي پرون ناوخته د دې لیدنې په اړه له ارګ څخه خپره سوې، په دې اړه چي زلمي خلیلزاد د څه له پاره کابل کي پاته سي، جزئیات نه دي ورکړل سوي، خو ویل سوي چي په دې لیدنه کي د وروستيو تحولاتو او د افغانستان په هکله د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس د څرګندونو په اړه هر اړخیز بحث وسو.
زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولي له پاره د روانو هڅو په لړ کي سیمې ته خپل تازه سفر له کابله پیل کړی او ټاکل سوې چي د طالبانو سره اتم پړاو خبرو له پاره به قطر ته هم ولاړ سي.